Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د پیسو کنګل پاتې کېدو په هکله د ملابرادر تونده نیوکه

د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې د امریکا له خوا د افغانستان کنګل شوې شتمني، د مخکیني ولسمشر اشرف غني شخصي شتمني نه ده او باید ازاده شي.

عبدالغني برادر دغه موضوع نن (سې شنبې د لیندۍ په ۲۳مه) په کابل کې یوې غونډه کې له صنعت کارانو سره مطرح کړه هغه وايي چې  د افغانستان کنګل شوې شتمني د دغه هېواد شتمني ده.

ملابرادر زیاتوي چې نړۍ هم په دې هکله بې تفاوتي خپله کړې ده. د اسلامي امارت دغه چارواکی د نړۍ د هېوادونو دغه دریځ نیونه د پوښتنې وړ ګڼي.
 
ملا برادر چې له کابل سره د واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکی دی، له امریکا متحده ایالتونو غواړي چې له افغانستان سره داسې چلن ولري لکه د نړۍ له نورو هېوادونو سره یې چې کوي.

د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ملا برادر وايي:«امریکا د دې لپاره چې له افغانستانه تللې ده عقده اخیستې ده او هغه کسان چې دلته هم دي او د امریکا متحد وو غواړي چې زموږ په اقتصاد کې ستونزې پیدا کړي. هغه پیسې یې چې کنګل کړې دي د افغانستان وې یا د اشرف غني؟ نړۍ ولې امریکا ته څه نه وايي چې دا د افغانستان پیسې دي؛ دا د حکومت د چارواکو پیسې نه دي.
اقتصادي ستونزې ورځ په ورځ زیاتېږي، هغه هېواد چې اقتصادي ستونزې پیدا کړي، زیان یې یوازې هغه هېواد ته نه رسېږي، نورو هېوادونو ته هم رسېږي، زموږ یوازینۍ هیله دا ده امریکا هغه چلن چې له نړۍ سره یې لري د افغانستان له حکومت او خلکو سره یې هم ولري.»

لاهم د افغانستان د کنګل شویو پېسو د آزادېدو په تړاو کوم پلان په پام کې نشته، سپېنه ماڼۍ ځینو هغو دلایلو ته اشاره کوي چې د هېواد د پیسو د کنګل کېدو لامل شوي دي.

د سپېنې ماڼۍ ویانده جان ساکي څرګندوي: «دغه پیسې د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو په مالي بنسټونو کې دي او دغه هېوادونه او بنسټونه په ګډې تګلاې سره د خطر د کموالي په موخه د هغو هېوادونو پیسې ساتي چې له بې برخلیک حالت سره مخ دي. د دغو شتمنیو د کنګل کېدو لپاره بېلابېل دلایل شته. یو له دلایلو یې د طالبانو پر وړاندې د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو حقوقي دعوه ده. دغه راز طالبان د نړۍوالو ترهګرو ډلو په نوم کې شامل دي او د هغوی یو شمېر مشران د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک پر بنسټونو تر بندیزونو لاندې دي او کله چې بنسټونه او مرکزي بانکونه د پېسو د لېږد پرېکړه وکړي، دا موضوع به اعلان شي.»

په داسې وضعیت کې چې افغانستان بشري مرستو او د نړۍ له هېوادونو سره رسمي تعامل ته اړتیا لري، د اروپایي ټولنې د بهرنیي سیاست مسوول وایي چې قطر افغانستان ته د بشري مرستو اسانچاری دی او دوی د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې لپاره لېوالتیا نه لري.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل وايي:«قطر د افغانستان په وضعیت کې مهم رول ترسره کوي، دغه هېواد د زموږ او د افغانستان د لنډمهالو چارواکو ترمنځ د تعامل آسانتیا برابروي. قطر دغه راز د خوندي لارو د برابرېدو او افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې همکاري کوي. موږ له قطر سره د افغانستان له لنډمهالو چارواکو سره د تعامل په تړاو خبرې کړې دي، خودغه تعامل به د هغوی له په رسمیت پېژندلو پرته وي، دغه تعاملات باید د هغو مسایلو په برخه چې کې د طالبانو له لوري په پرمختګونو پورې مشروط وي چې په سپټمبر میاشت کې مو په ګوته کړې دي.»

اندېښنې دا دي چې د افغانستان خلک په اوسني وضعیت کې د حکومت او نړۍ د سیاستونو قرباني کېږي.
 
د مدني ټولنې فعاله تورپېکۍ مومند په دې هکله زیاتوي:«هېوادونه باید سیاست له بشري مرستو لېرې وساتي، له بده مرغه چې موږ د سیاستوالو د سیاستونو قرباني شوو، د بهرنیو سیاستونو قرباني شوو او زموږ خلک د اور لرګي شول.»

له دې ټولو سره سره ملګرو ملتونو یوځل بیا له افغاسنتان سره د بشري مرستو له کولو ډاډ ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه