Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوړو نړۍوال پروګرام: ۹۸سلنه خلک بسندویه خوړ ته لاسرسۍ نه لري

د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې نوې نظر پوښتنې موندنې ښيي چې په تېرو څلورو میاشتو کې بسندویه خوراکي توکه ته د افغانستان د خلکو لاسرسۍ په بې مخینې توګه کمښت موندلی دی.

د دغې نظر پوښتنې له مخې، اوس له ناچاریه:
 
له هرو لسو کورنیو یوه یې تر ټولو ارزانه خواړه اخلي او دا هم ډېر کم مغذي مواد لري. 

له هرو لسو کسانو ۸ کسان یې کمه ډوډۍ خوري او همداراز له هر لسو کسانو ۷ یې د خوړو د برابرولو لپاره پور کوي؛ څو ژوندي پاتې شي.

د خوړ نړۍوال پروګرام ویاند ټامسون فیري څرګندوي:«داسې انګېرل کېږل کېږي چې، د افغانستان ۹۸ سلنه خلک په کافي اندازه خواړه نه لري. دغه شمېر د اګست میاشتې پرتله د ۱۷ سلنې لوړوالي ښکارندويي کوي. اوس پیچلی اقتصادي ناورین، نښتې او وچکالۍ د دې لامل شوي؛ څوکورنۍ په منځنۍ کچې عوایدو سره په سختۍ سره خپل ژوند وچلوي.»

سره له دې چې، دغه بنسټ په ۲۰۲۱ کال کې ۱۵ مېلیونه کسانو ته د بشري مرستو له رسولو خبر ورکوي؛ خو ټینګار کوي چې، د افغانستان اقتصادي وضعیت نورو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

فیري زیاته کړه:«موږ نه شو کولی چې، یوه لحظه هم تلف کړو. موږ نشو کولی چې هېڅ فرصت له لاسه ورکړو؛ نو په حقیقت کې، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستې ترلاسه کوي؛ خو بیا هم له دغه پاشل شوي اقتصاد سره ډېر کار ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې له څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو سره چې، له سختې لوږې سره به مخ وي د مرستو د ډېرولو په لټه کې دی. ځکه د پیسو تورم او د ارزښت په راټيټېدو سره هغوی د خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.»

ملګرو ملتونو هم ویلي چې، افغان ولس د اقتصاد له اړخه له ژور انساني ناورین سره مخ دی او دې ته اړ کېږي چې، هغه څه چې نه یې غواړي تسلیم شي.»

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ مرستیالع ناډا الناشیف وايي:«افغان ولس نن له یوه ژور انساني ناورین سره مخ دی او دا د بشر حق ګواښي. اقتصادي ژوند د بانکي نظام د پاشل کېدو او د نغدو پیسو د ناورین له امله تر ډېره د فلج شوی دی. د ژمي په رارسېدو سره، ښځې، نارینه، نجونې او هلکان له سختې لوږې او د روغتیايي څانګې په ګډون له محدودو خدماتو سره مخ دي. له هغه ځایه چې، ډېری افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاو د برابرولو لپاره هڅې کوي خو بیا هم تر سخت فشار لاندې دي او خلک به د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشومان کار ته اړ کړي، وړې نجونې واده کړي او د ځينو راپورونو پر بنسټ آن د خپلو بچیانو پلورلو ته مخه کړي.»

په ظاهره هغه کسان چې، په افغانستان کې له اقتصادي ناورین سره مخ دي تر نورو ډېر د نړۍوالو بشري مرستو ته ډېر سترګې په لار دي.
دوی تمه لري چې، د یوه لوی انساني ناورین له رامنځته کېدو مخکې، مرستندویه هېوادونه او بنسټونه د دوی لاسنیوی وکړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه