Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی:که ټولګډونه حکومت رامنځته شي نړۍواله ټولنه یې په رسمیت پېژني

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشیټډپرس خبري اژانس سره په مرکه کې د یوه واقعي او د افغانستان د خلکو د ریښتیني استازي حکومت رامنځته کېدل له نړۍ سره د افغانستان د تعامل یوازینی غوراوی ګڼي.

پخوانی ولسمشر وايي چې اسلامي امارت او د افغانستان خلک باید سره راټول شي ترڅو یو واقعي او د خلکو استازی حکومت رامنځته شي.

راټولېدو ته د ښاغلي کرزي نغوته د لویې جرګې ترسراوی دی. حامد کرزي له دې مخکې هم په هېواد کې د لویې جرګې د جوړېدو غوښتونکی شوی دی.

د هېواد پخوانی ولسمشر باور لري چې د یوه واقعي او د خلکو د استازي حکومت له رامنځته کېدو سره نړۍ والې ټولنې ته د دې پلمه نه پاتې کېږي چې نوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.   

حامد کرزي له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې په اوسنیو شرایطو کې له نورو سیاستوالو سره د اسلامی امارت ګډ کار یوه جدي اړتیا ګڼي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه:«د طالبانو حکومت او موږ د افغانستان خلک هر هغه کار چې دننه په هېواد کې ورته اړتیا ده، باید ترسره یې کړو. څو د خلکو په راټولولو سره د افغانستان د خلکو د استازو په توګه یو واقعي حکومت ولرو؛ څو ټول افغان ولس په کې ځانونه وویني او ښځې هم کارونو ته ستنې شي او نجونې هم ښوونځيو ته ولاړې شي. نو هر کار چې، د افغانستان لپاره لازمي او ښه دی باید ترسره یې کړو او کله چې، دغه چارې ترسره کړو؛ نو نړۍواله ټولنه به زموږ د په رسمیت پېژندلو د ردولو لپاره هېڅ دلیل ونه لري هغوی به هرومرو راشي او تشخیص به وکړي.»

د هېواد دغه سیاستوال پر دې باور دی، که چېرې محمد اشرف غني نه وای تښتېدلی؛ نو په دوحه کې د جمهوریت او امارت تر منځ د سولې هوکړه رامنځته کېده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګنده کړه:«هرومرو، دا هماغه څيز و چې، موږ د هغې لپاره چمتووالی نیوه. هیله من وو چې، د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د هېواد له نورو مشرانو سره د هماغه ورځې په مازدیګر او یا هم په سبا یې دوحې ته ولاړ شو او یو هوکړه لیک وروستی کړو او ما باور درلود چې، د طالبانو مشران هم د هماغه موخې لپاره په دوحې کې زموږ په تمه وو.»

نوموړی په دې مرکه کې د وروستیو کلونو په تحولاتو کې د افغانستان د متحدینو او طالبانو په ګډون د ټولو خواو د تېروتنو په تړاو هم خبرې کوي او زیاتوي چې، طالبان هم د نورو هېوادوالو په څېر په جګړه کې زیانمن شوي دي.

هغه وویل:«زه هغوی د افغانانو په توګه پېژنم، خو هغه افغانان چې، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د نورو افغانانو په څېر په خپل ژوند کې یې ډېرې ستخۍ ګاللې دي. موږ د خپل تاریخ یو سخت پړاو تېر کړی چې په هغې کې موږ ټولو افغانانو تېروتنې کړي او په پایله کې یې نړۍوالې ټولنې او هغه کسان چې، له موږ سره په تعامل کې وو هم لویې تېروتنې کړې دي.»

سره له دې چې، پخوانی ولسمشر حامد کرزی لا هم د سولې مشورتي لویې جرګې پر جوړېدو ټینګار کوي؛ خو اسلامي امارت بیا د لویې جرګې جوړول ردوي او اوس اوس یې ویلي چې، د حکومتووالۍ لپاره به د هېواد د دیني عالمانو یوه غونډه جوړه کړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو نږدې څلور میاشتې تېرېږي خو لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او اوس اوس یو ځل بیا اروپايي ټولنې ویلي تر هغې چې، د طالبانو له لوري د نړۍوالې ټولنې شرطونه عملي نه شي؛ نو له اسلامي امارت سره تعامل ناشونی دی.

د افغانستان د خلکو د حکومت په توګه د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندلو د نړۍوالو له په شا کېدو سره هم مهاله پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو واقعي حکومت له نړۍوالو سره د کابل د تعامل لپاره یوازنی غوراوی ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه