Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د جنګي جنایتونو پر څېړنې د بښنې نړۍوال سازمان ټينګار

د بښنې نړۍوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې د نړۍوالې محکمې له لوري په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنې غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو دغه نړۍوال مدافع ویلي دي چې طالبان، امریکايي پوځیان او د مخکیني حکومت امنیتي ځواکونه، ټول په افغانستان کې مُلکیانو ته د زیان رسونې مسوول دي.
  
په دې رپوټ کې، د هالند په لاهه کې له نړۍوالې محکمې غوښتل شوي چې، د طالبانو او داعشیانو د جنګي جرایمو په دوسیه کې د امریکايي ځواکونو او تېر حکومت د ځواکونو د کړنو ارزونه هم شامله کړي.

په دې رپوټ کې، د ناقانونه اعدامونو او د جګړې په وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري د خلکو وژنه، د افغان او امریکايي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د ولسي وګړو د وژنې په ګډون ټول جنایتونه او وژنې شامل دي.

د بښنې نړۍوال سازمان سرمنشي اګنس کالامارډ وايي:«د افغانستان د تېر حکومت له سقوط کېدو مخکې وروستیو میاشتو کې، په دې هېواد کې ډېرې وینې تویې شوي او ګڼ جنګي جنایتونه هم شوي دي. دا داسې و چې، د درملنې مرکزونه، کورونه، ښوونځي او پلورنځي د جنایتونو پر ډګرونو بدل شوي وو او خلک په مرتب ډول په دغسې ځاینونو کې وژل کېدل او یا هم ټپيانېدل. د بښنې نړۍوال سازمان تازه موندنې د دې ښکارندويي کوي چې، طالبانو ته د واک د لېږد د ارامه بهیر د ادعا پر خلاف د افغانستان خلکو یو ځل بیا د تازه تحولاتو بیه په خپلو وینو سره پرې کړه او قربانیان باید عدالت ته لاسرسی ولري او غرامت ورکړ شي.»

خو یو شمېر حقوق پوهان بیا پر دې باور دي چې، په افغانستان کې د نظام په بدلون سره د جنګي جنایتونو په تړاو ډېر اسناد له منځه وړل شوي دي.

حقوق پوه وحید فرزه یي په دې هکله وايي:«له بده مرغه نه په تېر کې او نه هم اوس، په ځانګړې توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وخت کې د جنګي جرمونو په هکله د نړۍوالو سازمانونو څېړنې نه دي شوي. او نور د څېړنې لپاره د لاسرسي وړ نه دي، ناشونې به وي.»

خو اسلامي امارت په داسې حال کې چې، د امریکايي ځواکونو او د تېر حکومت د جنګي جنایتونو له ارزول کېدو هرکلی کوي؛ خو په دغو جنګي جنایتونو کې خپل لاس لرل بیا ردوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«په ټولو موردونو کې چې د افغانانو حقوق اعاده کېږي او څېړنې کېږي، موږ یې هرکلی کوو، که چېرې په بې پرې توګه څېړنه وشي ډېره به ښه وي.»

نړۍوالې محکمې د روان کال په نومبر میاشت کې اعلان کړی و چې، په افغانستان کې د جنګي جنایتونو ارزونه د طالبانو او داعشیانو پر کړنو متمرکزه ده.

د بښنې نړۍوال سازمان په یوه مستند راپور کې، له هغه څه چې، د طالبانو، امریکايي ځواکونو او د تېر حکومت د ځواکونو جنګي جنایتونه ګڼي، پرده پورته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه