Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حمدالله محب: اشرف غني د خپل ژوند د ژغورلو لپاره هېواد پرېښود

د افغانستان د پخوانی ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، پخوانی ولسمشر اشرف غني د دې لپاره له هېواده وتښتېد چې د طالبانو له خوا به اعدام شي.

ښاغلي محب له آزادۍ رادیو سره په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته د جمهوریت زوال پیل شو.

هغه زیاته کړه چې له کابل څخه د اشرف غني د وتلو پریکړه یو نا څاپه وشوه آن تردې چې د رژیم د ړنګیدو په ورځ ټاکل شوې وه چې د جمهوري ریاست یو پلاوی دوحې ته اسلامي امارت ته د واک د سوله ییز انتقال لپاره ولاړشي.

ښاغلي محب وویل، «مونږ دوحې ته د تلو لپاره تیاری نیولی وو څو له طالبانو سره د لویې جرګې او د واک د انتقال د خبرو لپاره تیاري و نیسو.

د ښاغلي محب په وینا، چې هغه دا مهال په امریکا کې دی، خو پخوانی ولسمشر لا هم په متحده عربي اماراتو کې دی. هغه وویل، ښاغلی غني به هم په مناسب وخت کې له هېواده د تېښتې د لاملونو په اړه خپله چوپتیا ماته کړي.

د پخواني ولسمشر اشرف غني له لېرې کېدو نږدې څلور میاشتې وروسته د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې د غني یو له نږدې او باوري کسانو څخه دی، د کابل د تېښتې په اړه خپله چوپتیا ماته کړه او په رسنیو کې راڅرګند شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه