Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې ګډون کوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره نن (شنبه، د لندۍ په ۲۷) د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ.

ښاغلي متقي د کابل په هوايي ډګر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دغه سفر پر مهال به د افغانستان پر اقتصادي او سیاسي وضعیت خبرې وشي. د هغه په ​​وينا، په دې غونډه کې به له ګډون کوونکو هېوادونو سره د افغانستان پر راتلونکو اړيکو هم خبرې وشي.

ښاغلی متقي وايي، د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه ډېره مهمه ده او د اسلامي امارت او نورو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز کولای شي.

هغه وویل، "دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو دا ډول غونډه جوړېږي. له نړۍ زموږ ښکاره غوښتنه دا ده چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او په سیاسي ډګر کې مرسته وکړي. موږ به له دوی سره د راتلونکو اړیکو په اړه هم خبرې وکړو."

متقي زیاته کړه، اسلامي هېوادونه باید په افغانستان کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره دوستانه اړیکې جوړې کړي.

له بلې خوا متقي وايي چې دا د اسلامي امارت حق دی چې په رسمیت وپیژندل شي او دا حق به بالاخره نوي حکومت ته ورکول کیږي.

په همدې حال کې د مالیې وزارت مرستیال نذیر کبیري وايي، اسلامي امارت د اسلامي همکاریو د سازمان غونډې ته اقتصادي پلان استولی دی.

د ښاغلي کبیري په وینا، په دې پلان کې د افغانستان لپاره د اقتصادي او زیربنایي پروژو د تمویل لپاره د پراختیايي صندوق د جوړولو غوښتنه شوې ده.

کبیري وویل، "په دې کنفرانس کې شاوخوا څلوېښت هېوادونه او اسلامي سازمانونه ګډون کوي. دغه کنفرانس ته د اسلامي امارت اقتصادي طرحه وړاندې شوې ده. په دې پلان کې موږ د افغانستان لپاره د پراختیايي صندوق د جوړولو غوښتنه کړې. "

اسلام اباد تر دې مخکې د امنیت شورا پنځو دایمي غړو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نړیوالو سازمانونو ته بلنه ورکړې وه څو په دغه غونډه کې ګډون و کړي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی. د غونډې موخه په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکېچ په اړه خبرې اترې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه