Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'امریکا دې راستنه شي او د افغانستان بیارغونه کې دې ونډه واخلي'

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د ډسمبر د ۱۸ مې د کډوالۍ نړۍوالې ورځې په مناسب په یوې جوړې شوې غونډه کې په خپله وینا کې، د افغانستان د اوسنیو ګډودیو اصلي عامل امریکا ګڼي او وايي چې امریکا باید د افغانستان د بیارغونې لپاره راستنه شي.

ستانکزي څرګنده کړه:«د نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا دنده ده چې د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي. لکه څرنګه یې چې په تېرو شلو کلونو کې زموږ اقتصاد یې را خراب کړ، اوس یې دنده ده چې راستنه شي او د هېواد په اقتصادي بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.»

نوموړی همداراز امریکا د دوحې هوکړې پر نقضولو تورن وي او وايي هغه هېواد ژمن و، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته به، اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

نوموړي زیاته کړه:«د دوحې د سولې په تړون کې امریکا هوکړه کړې چې د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو سره، راتلوونکی اسلامي نظام په رسمیت پېژني او خپل سفارت بېرته پرانیزي.»

ورته مهال د کډوالۍ او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست له سیمه ییزو هېوادونو غواړي چې له افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو او اصلو پر بنسټ چلن وکړي.

له دې سره سم، د اسلامي امارت ځینې نور چارواکي د افغان کډوالو اوسنی ناورین د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې زېږنده بولي او له نړۍوالو غواړي چې، د دغه ناورین د راکابو کولو لپاره له افغانستان سره مرستې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«غواړو چې نړۍ له موږ سره حصوله ولري ترڅو اقتصاد او کار ته زمینه برابره شي او افغانان بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي.»

په دې غونډه کې د اسلامي امارت چارواکو د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل چې، له افغان پناه غوښتونکو سره د نړۍوالو اصولو او قوانینو پر بنسټ چلند وکړي او له هغو افغانانو چې، په هېواد کې له وروستیو تحولاتو سره سم له هېواده تللي، غواړي چې، بېرته راستانه شي.

شېرمحمد عباس ستانکزی وايي امریکا ژمنه کړې وه چې له افغانستانه تر وتلو وروسته به، اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او په کابل کې به خپل سفارت بېرته پرانیزي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه