د هرات سیمهییز چارواکي وايي، د تېرو اوونیو پرمهال په دې ولایت کې د هغه اړمنو کسانو شمېر ډېر شوی دی چې بېړنیو مرسته ته اړتیا لري.
د هرات ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې مسوولانو په خبره، په ورځني ډول لسګونه کورنۍ د دوی له ادارې څخه د مرستې غوښتنه کوي، خو دوی دومره امکانات نهلري چې د دې کورنیو ولږې ته رسېدنه وکړي.
د هرات ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست امر سید حبیبالرحمان روحاني وايي: «مراجعین ډېر دی. د هرات د حوادثو ادارې مرستې محدودې دي چې دا هم تر ډېره بریده بېړنیو حالاتو پورې تړاو لري. کله چې سېلاب راشي او یا ستونزې پیدا شي، هغه کړنلاره چې موږ ته وزارت راکړې، مرستې یوازې د یوې سیمې متضررینو ته ورکول کېږي.»
بلخوا د ترکمنستان بشري مرستې چې څو ورځې وړاندې هېواد ته رارسېدلې وې، ځینې یې په هرات ولایت کې اړمنو کورنیو ته ووېشل شوې.
په دې مرستو کې هرې اړمنې کورنۍ ته یوازې د سبزي یوه کڅوړه ورکړل شوه. هغه خلکو چې دا مرستې تر لاسه کړي وايي، د خوړلو لپاره ډوډۍ نهلري او په وینا یې په تشه ګېډه دا سبزي نه خوړل کېږي.
د هرات اوسېدونکی احمد وايي: «دا مرسته نهده، دا له خوړو سره خوړل کېږي، دا له خوړو وروسته خوړل کېږي. د خلکو اقتصاد ډېر ټیټ دی.»
د هرات اوسېدونکې نازنین وايي: «موږ د کور کرايي، اوړو او غوړیو ته اړتیا لرو. په ګازرو شپه نه تېرېږي.»
ورته مهال د هرات ولایت ځینې اړمن خلک چې نومونه یې د مرسته کوونکیو په نوملړ کې نهشته، د مرستې مرکز ته راټول شوي او وايي، د خوړلو لپاره ډوډۍ نهلري، اړ شوي چې دلته راشي، ښايي مرسته تر لاسه کړي.
د هرات اوسېدونکی روضه الدین وايي: «موږ په کور کې شل کسان یوو، هېڅ کار او اقتصاد نهشته.»
د هرات اوسېدونکې لیلي وايي: «زه کونډه یم، څلور یتیمان لرم، ګران بیه څیزونه نهشم رانیولی، کار او غریبي نهشته، بدمرغي ډېره ده.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو میاشتو کې د بېروزګارۍ او اقتصادي ننګونو ډېرېدو تر څنګ د نړیوالو مرستو په کمېدو سره په هرات ولایت کې د ولږې او بېوزلۍ کچه زیاته شوې او ډېری کورنۍ د کافي خوړو نه درلودو له کبله بېړنیو مرستو ته اړ کړي.
په دې اړه مو اندونه