Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازبیکستان- افغانستان- پاکستان د رېل پټلۍ کار په پسرلي کې پيلېږي

د مالیې وزارت وايي ازبیکستان ژمنه کړې ده چې د ازبیکستان- افغانستان - پاکستان د رېل پټلۍ د جوړولو کار به په پسرلي کې پيل شي.

دغه وزارت زیاتوي چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې، په دې هکله د ازبیکستان د ټرانسپورټ له وزیر سره خبرې کړې دي او ټاکل شوې ده چې دغه هېواد له افغانانو سره د رېل پټلۍ په برخه کې افغانانو ته روزنه هم ورکړي.

د  ازبیکستان- افغانستان- پاکستان د رېل پټلۍ موخه له سوېلي آسیا سره د منځنۍ آسیا وصل کېدل دي چې څو میاشتې وړاندې یې د لارې نقشه د درې واړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوه.

د مزار- کابل او پېښور تر منځ د رېل پټلۍ اوږدوالی ۵۷۳ کیلومټره او لګښت یې څلور مېلیاردو ۸۰۰ مېلیون ډالره اټکل شوی دی.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل:«دا یوه ستره پروژه ده او هر هېواد خپله ونډه لري. هر هېواد له خپلې برخې لګښت لري. تراوسه یې تخنیکي برخې بشپړې شوې نه دي. په نږدې راتلوونکي کې یو پلاوی ازبیکستان ته استول کېږي چې تخنیکي مسایل او جزیات یې وروستي شي.»

بل خوا د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزیر د هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې د ازبیکستان- افغانستان او ازبیکستان د اوسپنې د پټلۍ د جوړېدو کار به په راتلونکي کال کې پېل شي.

تمه کېږي چې د دغو درېو واړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د تخینکي مسایلو په تړاوغونډې په قزاقستان او روسیه کې هم ترسره شي او په دغو غونډو کې به د رېل د پټلۍ د امنیت او مالي سرچینو په هکله خبرې کېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«داسې ژمنه وشوه چې د راتلوونکي کال په پسرلي کې پروژه رسماً پيل شي.»

د ټولګټو وزارت مرستیال بخت الرحمن شرافت هم زیاتوي:«دوی متوجه دي چې د افغانستان د رېل پټلۍ مرکزي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې له سویلي آسیا سره د منځنۍ آسیا نښلول کېدل به له نورو هېوادونو سره د افغانستان د راکړې ورکړې نوی باب پرانېزي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیررښتیا څرګندوي:«دا کولای شي چې د اقتصادي ودې په برخه کې او د صادراتو او وارداتو د ډېرو اسانیاوو په برخه کې ځانکړی اهمیت څخه برخمن شي.»

افغانستان تر اوسه د حیرتان د اوسپنې پټلۍ له لارې له ازبیکستان او د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران سره وصل دی او تمه کیږي چې افغانستان د آقینې- اندخوی د رېل پټلۍ له لارې چې دېرش کیلومټره اوږدوالی لري له ترکمنستان سره وصل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه