Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پرایس: امریکاهڅه کوي چې د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې داخلې کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرایس وايي، افغانستان دا مهال په ناوړه اقتصادي وضعيت کې دی.

پرایس پرون خبریالانو ته وویل چې امریکا به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. د هغه په ​​وينا، امريکا د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې د "نړۍ د مشر" رول لوبوي.

هغه وویل، "کله چې د بشري مرستو خبره راځي، متحده ایالات د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په برابرولو کې د نړۍ مخکښ دی. د روان کال له اګست میاشتې راهیسې موږ له افغانستان سره ۲۰۸ میلیونه ډالره مرسته کړې او سږ کال مو شاوخوا ۴۷۵ میلیونه ډالره مرسته برابره کړې ده."

پرایس زیاته کړه، چې متحده ایالات له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي، چې د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې ولګوي څو د دې هېواد مالي او اقتصادي ستونزې راکمې شي. د هغه په ​​وينا، د پيسو او بشري مرستو د لېږد لپاره د خزانې وزارت له خوا د څو جوازونو صادرول د دغو هڅو يوه برخه ده.

پرایس وویل، "موږ د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په ګډون د ملګرو ملتونو له مختلفو ادارو سره کار کوو، چې نه یوازې د بشردوستانه مرستو بلکې د افغانستان اقتصاد ته د نغدوپیسو د رسولو لپاره رغنده لارې چارې ولټوو."

پرایس دا هم وویل، چې امریکا هغو افغانانو ته چې د امریکا د ۲۰ کلن ماموریت په ترڅ کې یې له امریکا سره کار کړی او هغو افغانانو ته چې له خطر سره مخامخ دي، ژمن پاتې کېږي.

د هغه په ​​وينا، د دغو افغانانو د ايستلو او مرستې لپاره د دولتونو ژمنې نه دي ختمې شوې. هغه وویل، "لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو چې نه یوازې امریکایي اتباع او قانوني او دایمي اوسیدونکي، بلکې هغه افغانان هم چې په خطر کې دي، چې له خطر سره مخامخ دي، ځای په ځای کولو ته یې دوام ورکوو. کله چې د اګست په پای کې پوځي ماموریت پای ته ورسېد، موږ څرګنده کړه چې د افغانانو له دې ډلې سره به زموږ ژمنې دوامداره وي."

د پرایس څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نن په کابل کې سلګونو کسانو د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کنګل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو پر امریکا غږ وکړ چې د افغانانو پیسې دې خوشې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه