Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین افغانستان سره د بشرپاله مرستو له تحریمه د وتلو وړاندیز رد کړ

چین د روسیې په ملاتړ له افغانستان سره د بشرپاله مرستو له تحریمه د وتلو په هکله د امریکا متحده ایالاتو د وړاندیز شوي پرېکړه لیک مسوده رد کړه.

د فرانسې خبري اژآنس د رپوټ پر بنسټ، امریکې تېره ورځ دغه مسوده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړه. د دغې مسودې پربنسټ، له افغانستان سره بشرپاله مرستې پر اسلامي امارت د امریکا له بندیزونو معاف کېږي.

د فرانسې خبري ازانس رپوټ ورکړی دی چې د جوبایډن اداره غواړي چې پر افغانستان مالي محدودیتونه کم کړي، له همدې امله امریکا تېره شپه د افغانستان په هکله دغه پرېکړه لیک ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې کړ؛ خو د پرېکړه لیک دغه مسوده د چین له مخالفت سره مخامخ شو.

د دغه پرېکړه لیک په مسوده کې پر اسلامي امارت له اقتصادي بندیزونو څخه افغانستان ته د بشرپاله مرستو پر مستثنا کېدو ټینګار شوی دی، خو په ټول کې چین پر طالبانو د اقتصادي بندیزونو مخالف دی او له همدې امله د واشنګټن وړاندیز شوی پرېکړه لیک یې د روسیې په ملاتړ رد کړ.

ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې اسلامي مارت د افغانستان د پیسو د ازادېدو غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه:«موږ په ځلونو له امریکا غوښتي دي چې دغه پیسې ازادې کړي او له نړۍوالو سازمانونو غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

 بلخوا د امریکا متحده ایالات وايي هڅه کوي چې د بشرپاله مرستو سربېره، له ملګرو ملتونو سره په همکارۍ د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې تزریق کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نډ پرایس ویلي دي:«کله چې د بشرپاله مرستو بحث رامنځته کېږي، امریکا د افغانستان له خلکو سره د بشرپاله مرستو په برابرولو کې د نړۍ مخکښ دی. موږ د روان کال له اګسټ میاشتې له افغانستان سره ۲۰۸ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده او د روان کال په لړ کې کابو ۴۷۵ مېلیون ډالر مو برابر کړي دي.»

له بلخوا د امریکا د کانګرس څه باندې څلوېښت ډموکراټو غړو په یوه همغږي ګام کې د دغه هېواد د خزانه دارۍ وزارته غوښتي دي چې په افغانستان کې د یوه انساني ناورین د مخنیوي لپاره د دغه هېواد کنګل شوې پیسې له ځنډ پرته ازادې کړي.

خو له دې مخکې واشنګټن ویلي دي چې د افغانستان پیسې به د طالبانو په واک کې ورنه کړي او ټينګار یې کړی دی چې په امریکا کې د افغانستان کنګل شوې پیسې، د امریکا په قضايي بهیر کې هم شاملې شوې دي. 

چین هغه پرېکړه لیک رد کړی دی چې د هغه پربنسټ له افغانستان سره بشرپاله مرستې د امریکا له بندیزونو معاف کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه