Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امارت له خوا د مخکنیني حکومت د یوه متقاعد جنرال نیول کېدو ادعا

په مخکیني حکومت کې د یوه لوړپوړي جنرال کورنۍ ادعا کوي نوموړی د اسلامي امارت ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو مخکیني مرستیال ادم خان متین د کورنۍ غړي ادعا لري چې نوموړی تر نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته بیول شوی دی.

د آدم خان متین د کورنۍ غړي وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو څلور ورځې مخکې د کابل ښار له دوولسمې حوزې او د دوی له کوره له ځان سره بیولی دی.

   د آدم خان متین زوی امید وايي:«راغلل چې موږ اطلاع لرو تاسې موټر او وسله له ځانه سره لرئ له تسلیمۍ وروسته موږ ته یې خط راکړ او بیا هم راغلل او موږ یې حوزې ته بوتلو چې ستاسو خط ټاپه نه لري.»

د دغه متقاعد جنرال ناڅرګند برخلیک د هغه کورنۍ سخته اندېښمنه کړې ده. دوی وایي چې آدم خان متین د کندوز د پامير په ۲۱۷ قول اردو کې د جنرالۍ په بست کې کار کاوه، خو د مخکیني حکومت تر سقوط یو کال وړاندې متقاعد یا کورناستی شو.

د آدم خان متین مېرمن زیبا څرګندوي:«دا چې عمومي عفوه یې اعلان کړې ده باید خلک ونه نیسي او خلک باید پرېږدي چې راحته ژوند وکړي.»

     د آدم خان متین خپلوان غلام دستګیر هم وویل:«دا د ژمنې او د عفوې پر خلاف دی چې اسلامي امارت اعلان کړې ده، ولې خلک له علت پرته نیسي.»

بل خوا اسلامي امارت په دې تړاو د څېړنو د ترسره کېدو خبره کوي.

           د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال انجینر عازم وویل:«هر څوک چې د عفوې له فرمانه سرغړونه وکړي هغوی به په ګوته او مجازات کړو.»

واک ته د اسلامي امارت له بېرته رسېدو وروسته وخت ناوخته، د پخوانیو نظامیانو د نیولو، شکنجه کولو او ان وژلو خبرونه خپاره شوي دي.

داسې چې د بشري حقونو د څاربنسټ تېره میاشت د طالبانو له لوري د عمومي بښنې له اعلان سره سره د شاوخوا سلو  پخوانیو نظامیانو د وژل کېدو او لادرکه کېدو خبر ورکړ.

د بشري حقونو دغه ملاتړي بنسټ اعلان وکړچې دغه وژنې د هغو خپل سرو ترورونو او اعدامونو یوه برخه ده چې تر ډېره د غچ اخېستنې په ترڅ کې ترسره شوي دي. خو اسلامي امارت دغه رپوټ بې بنسټه او له واقعیته لېرې وباله.

د پخوانیو نظامیانو د نیولو د ادعاوو په لړ کې دا ځل د یوه پخواني جنرال آدم خان متین د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه