Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیت تامین لپاره امارت ته د م.م سازمان د ۶مېلیون ډالرو وړاندیز

د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو سازمان، په افغانستان کې دغه سازمان ته د اړوندو سازمانونو د امنیت تامین لپاره، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ته یې د شپږ مېلیون ډالرو وړاندیز کړی دی.

رویټرز له اسناد او شواهدو سره رپوټ ورکوي چې ټاکل شوې ده دغه پیسې د اسلامي امارت د هغو ځواکونو د میاشتني معاش او لګښت لپاره ورکړل شي چې د دغه سازمان د دفترونو او تاسیساتو د امنیت مسوولیت ولري.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، دغه پیسې د نوي مالي کال لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند فرحان حق د رویټرز د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان د کار د څېښتن په توګه موظف دی په هغو ځایونو کې چې د ملګرو ملتونو سازمان کارکوونکي کار کوي د کوربه هېواد ظرفیتونه پیاوړي کړي او د اړتیا په صورت کې دغه وړتیا بشپړه کړي.»

فرحان حق د هغه سند منځپانګه چې رویټرز د هغه پربنسټ رپوټ ورکړی دی، رد کړی نه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه