Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عربستان مرسته کابل ته را ورسېده؛ ریاض وايي ډېرو مرستو ته اړتیا ده

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر د ریاض د کابو ۲۰۰ ټنو بشر پاله مرستو د سپارلو پر مهال د اسلامي امارت چارواکو ته وايي چې د افغانستان خلک په اوسني ګډوډ وضعیت کې د نړۍ ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

کابل ته د سعودي عربستان په رارسېدلیو مرستو کې د خوراکي توکو سربېره جامې هم شته چې د سرې میاشتې ټولنې ته یې سپارلي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست متین الحق خالص وايي:«د عربستان حکومت او خلکو د افغانستان له خلکو سره هکاري کړې ده چې موږ له دوی مننه کوو.»

سعودي عربستان له افغان بې وزلو کورنیو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکوي او زیاتوي چې، په دې وروستیو کې له افغانستان سره د بېلابېلو هېوادونو له لوري ترسره شوې مرستې بنسدویه نه دي.

کال کې د سعودي عربستان سفیر مشعل الشمري وویل:«دا د سعوي عربستان مرستې دي او په راتلونکي کې به هم موږ خپلو مرستو ته دوام ورکړو. موږ له سرې میاشتې سره په ګډه کار کوو؛ څو ورسره د بشرپاله مرستو اندازه لوړه کړو.»

یو شمېر هغه کسان چې، له دغو مرستو برخمن شوي، هغه بسندویه نه بولي.

د افغانستان یوه بې وزله لیلا وايي:«دا مرستې زموږ لپاره بسندویه نه دي، زما کورنۍ اته کسیزه ده بې وزله او بې وسې یوو، پرېښانه یوو.»
 
د کابل بل اوسېدونکی ذکر الله څرګندوي:«دا دېګ او کاسه دي. په خدای په جېب کې مې ۱۵۰ افغانۍ دي، د یوې پیسې ډوډۍ نه لرو ماشومان مې وږي دي.»
 
خو په دې ځای کې داسې کسان هم شته چې، له ډېر انتظار وروسته بیا هم خالي لاسونه خپلو جونګړو ته ستنېږي.

بې وزلې رحیمې وویل:«دلته راغلو چې مرسته ترلاسه کړو، خو دولت ما له خپلې دروازې ناهیلې بهر وباسي.» 

د سرې میاشتې ویاند نورآغا صاحب زاده سخنگوی جمعیت هلال احمر افغانی څرګندوي:«د افغانستان هر کس تمه لري چې وروسته مرسته وشي، خو سره میاشت نه شي کولای چې د دوی ټولو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.»

په داسې حال کې چې، دمګړۍ ډېری هېوادوال له بې وزلۍ سره مخ دي، ملګري ملتونه هم خبرداری ورکوي چې، د افغانستان غوڅ اکثریت د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي؛ خو کابل بیا وايي، هڅې کوي چې، د هېواد اقتصادي وضعیت بېرته ښه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه