Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوتین په افغانستان کې د واک پر ویش او ټول شموله حکومت ټینګار وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په رهبرۍ کې باید ټول توکمونه شامل وي.

ولادیمیر پوتین د طالبانو په رسمیت پېژندلو د احتمال په اړه په خپل کلني خبري کنفرانس کې وویل، روسیه له خپلو ټولو نړیوالو متحدینو سره په همغږی کوښښ کوي ترڅو یوه سمه پریکړه و کړي.

روسیه چې د امریکا سخته رقیبه ده، یو ځل بیا په افغانستان کې د روانو ناکراریو پړه پر واشنګټن اچوي.

د روسیې ولسمشر وايي، امریکا او ناټو باید د افغانستان د دوو لسیزو جګړو تېروتنې جبران کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل،"افغانستان تر ټولو لومړی د امریکا او ناټو چې له ۲۰ کلونو راهیسې هلته وو باید مرستې هم ورته برابرې کړي. هغوی چې له شلو کلونو راهیسې هلته وو، د افغانستان اقتصاد یې ویجاړ کړی، باید له افغانانو سره مرسته وکړي، تر ټولو لومړی باید د افغانستان پیسې له بهرنیو بانکونو، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو لخوا آزادې شي، تر څو افغانانو ته بشري مرستې ورسول شي. کنه نو دوی به له لوږې او نورو ناوړه پایلو سره مخ شي او د افغانستان ګاونډیان به هم ترې اغېزمن شي."

په دې ناستنه کې ولسمشر پوتین په افغانستان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین زیاته کړه: "روسیه به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل حقایقو ته په کتو سره نور هم وغځوي او هڅه به وکړي چې په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ یو دریځ غوره کړي. موږ د ټولو نړیوالو ښکیلو هېوادونه په ګډه لاره کار کوو. موږ هڅه کوو چې قوي پریکړه وکړو."

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر له کابل سره د مسکو اړیکې ښې کول غواړي.

په همدې حال کې د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوهان د روسیې د ولسمشر د څرګندونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د افغانستان د کانونو د خونې مشر شیرباز کمین زاده وویل، "د پوتین هیله سمه ده او دا هغه څه دي چې افغانان یې غواړي. نړیواله ټولنه او متحده ایالات باید نور زموږ په زخمونو مالګه ونه دوړه وي."

بل خوا پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر نړۍ غږ کوي، چې په روان وضعیت کې له طالبانو سره تماس و کړي او د یوه بشري ناورین مخه ونیسي.

کرزي له سي ان ان سره په مرکه کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له اسلامي امارت سره کار وکړي څو په افغانستان کې د لوږې له امله د میلیونونو انسانانو د مړینې مخه ونیول شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل، "نړیواله ټولنه باید له حقایقو کار واخلي. حقیقت دا دی چې طالبان د هیواد اوسني واکمن دي. له همدې امله، د نړۍ ټول هېوادونه باید له طالبانو سره د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو او مرستې لپاره موافقې ته ورسېږي."

که څه هم اسلامي امارت په وار وار له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو د لرلو خبره کړې، خو تر اوسه کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه