Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو لپاره د سفر د معافیت تمدید

د ملا عبدالغني برادر، د رییس الوزرا مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او یو شمېر نورو طالب مشرانو د سفر د درې میاشتني بندیز له پای ته رسېدو وروسته دغه معافیت د نورو ۹۰ ورځو لپاره وغځول شو.

د ملا برادر او یو شمېر نورو مهمو طالب چارواکو د سفر معافیت د روان کال د دسمبر په ۲۳ مه پای ته ورسېد.

له بلې خوا د اسلامي امارت ځینې چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پریکړه لیک مهم بولي او ستاینه یې کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوېد سنګدل وايي: "نړۍ غواړي له طالبانو سره تعامل و کړي چې کېدای شي وخت ونیسي او زه فکر کوم چې دا د طالبانو لپاره یو ښه فرصت دی چې له دې فرصتونو ګټه پورته کړي او له نړۍ سره خبرې وکړي. افغانستان باید د افغانستان لپاره ورغوي، د نړۍ د فشارونو لپاره نه. "

له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: "دا بندیزونه یو ځل بیا په موقتي توګه لیرې شوي، څو طالب مشران وکولای شي چې د یوه ټول شموله حکومت تر جوړېدو پورې له نورو افغان ډلو سره سفرونه او ملاقاتونه وکړي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې د امارت اسلامي د مشرانو د سفر بندیز یوازې د سولې په غونډو کې د ګډون لپاره غځول شوی دی.

کمیټې همدا راز پریکړه وکړه چې د اسلامي امارت د مشرانو د سفرونو په بدل کې د افغانستان ځینې کنګل شوې پیسې هم خوشې کړي.

یوه پخواني ډیپلومات عزیز معراج وویل، "طالبان باید له نړیوالو سره د یو معیاري حکومت منلو یا جوړولو ته ژمن وي، که نه نو پر دوی لګول شوي بندیزونه به وغځول شي. "

اسلامي امارت له دې پرېکړې هرکلى کړی، ځکه چې کابل غواړي د اسلامي امارت د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو او امريکا له تور لېست څخه و ایستل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، انعام الله سمنګاني وویل: "موږ د دوحې له موافقې سره سم د امریکا او ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو نومونه په بشپړه توګه ایستل ضروري ګڼو.

ملګري ملتونه په هرو دریو میاشتو کې د ملا عبدالغني برادر، امیرخان متقي، د بهرنیو چارو د مرستیال عباس ستانکزي، عبدالسلام حنفي، خیرالله خیرخواه، نورالله نوري او د اسلامي امارت اتو نورو مشرانو پر سفرونو د بندیزونو د معافیت په اړه بیا کتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه