Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل هوايي ډګر د مدیریت په هکله د خبرو دوام

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د کابل هوايي ډګر په هکله له اسلامي امارت سره د ترکیې او قطر ترمنځ له لومړنۍ هوکړې خبر ورکوي، خو اسلامي امارت وايي چې تراوسه په دې هکله هوکړه نه ده شوې.

دغه خبري اژانس خبر ورکوي چې ترکیه او قطر د دغې هوکړې په چوکاټ کې د کابل هوايي ډګر سربېره، د افغانستان څلور نورو هوايي ډګرونه هم په ګډه توګه به اداره کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه افغانستان ته د ترکیې او قطر د یوه ګډ پلاوي له راتګ وروسته اوس اناتولو خبري اژانس د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره د درې واړو هېوادونو د لومړنۍ هوکړې له کېدو خبر ورکوي.

اناتولي خبري آژانس ته سرچینو ویلي:«ښکېلو خواو د نورو جزییاتو لپاره د تخنیکي ډلو د جوړښت او همداراز د مذاکراتو د دوام لپاره هوکړه کړې ده.»

خو د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت په دې تړاو د هوکړې لاسلیک کېدل ردوي او وايي چې، درې واړو هېوادونو د خبرو د دوام لپاره د یوې تخنیکي کمېټې پر جوړېدو سلا کړې ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«د پنجشنبې په ورځ ترکي او قطري پلاوی کابل ته راغی او د اسلامي امارت له تخنیکي ډلو سره یې ولیدل، دغه لیدنې به دوام ولري او د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره په نږدې راتلوونکي کې به یوې هوکړې ته ورسېږو.»

ترکي او قطري شرکتونو د هېواد د یو شمېر هوايي ډګرو د مدیریت له سپارلو سره افغانستان ته د نړۍوالو الوتنو د بیا پیل په تړاو هیلې ډېرې شوي دي.

له څلورو میاشتو راهیسې د تېر حکومت له رانسکورېدو، د کابل د هوايي ډګر د ځینو برخو له ویجاړېد او پر کابل د بندیزونو په سختېدو سره د نړۍوالو الوتنې درېدلي دي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وویل:«باید د افغانستان له بشري ځواکه استفاده وشي ترڅو افغانستان په راتلوونکي کې له دې اړخه په ځان بسیا وي.»
 
د سیاسي چارو ځینې شنونکي وايي، دوحه او انقره د افغانستان په سیاسي بهیر کې هم رول لري او د هېواد د ځينو هوايي ډګرونو مدیریت به د دې لامل شي چې، د نړۍوالو هوايي شرکتونو اعتماد هم ترلاسه شي.

د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري څرګندوي:«د قطر او ترکیې ګډ مدیریت هم له اقتصادي، هم له سیاسي او هم له امنیتي نظره ډېر مهم دی.»

افغانستان ۲۴ هوايي ډګرونه لري؛ خو په ظاهراً داسې ښکاري چې، د کابل، مزارشریف، هرات، کندهار او خوست هوايي ډګرونه د نړۍوالو الوتنو لپاره برابر شوي او ترکیې او قطر ته د همدې هوايي ډګرونو د چارو د سپارولو پر سر خبرې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه