Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: امریکا دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ه وویل چې امریکا له پوځي اړخه په افغانستان کې ماتې خوړلې ده، خو د سیاست او اقتصاد په ډګر لا هم له افغانستان سره په جګړه ده.

ښاغلي ستانکزي د کابل په لوېدیځ کې له اسلامي امارته د ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې د امریکا او ناټو پر وړاندې د اسلامي امارت جګړه د بشریت په تاریخ کې بې مخینه وبلله او زیاته یې کړه چې، امریکا په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې؛ خو لا هم له افغانستان سره د سیاست او اقتصاد په ډګر کې پر جګړه بوخته ده.

هغه وویل:«دښمن په پوځي برخه کې ماتې وخوړله، له افغانستانه ولاړل. د سیاست او اقتصاد په ډګر کې پروپاګنډا او استخبارات لا هم له موږ سره په جګړه دي.»

نوموړی خبرداری ورکوي که چېرې کوم هېواد افغانستان ته په بده سترګه وګوري؛ نو دوی د افغانستان له خاورې د دفاع لپاره د ۴۰ نورو کلونو د جګړې وس هم لري.

ستانکزی زیاتوي چې امریکا د ورځې پر افغانستان برید وکړ ، خو د شپې له افغانستانه تېښته وکړه.

هغه زیاتوي:«امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د لمر له روښنايي په استفادې پر افغانستان برید وکړ. او په داسې حالت کې یې تېښته وکړه چې شپه تیاره وه، د شپې ۱۲ بجې وې چې له افغانستانه وتښتېدل.»

شېر محمد عباس ستانکزی همداراز د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګلول یو ظالمانه کار بولي. او وايي امریکا باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

نوموړي وویل:«موږ د نړۍ ټولو هېوادونو ته په ځانګړې توګه امریکا ته بیا هم وایوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه ونه کړي. اجازه دې ورکړي چې افغانان په خپله خپل نظام، خپل حکومت او خپل اقتصادي نظام په خپله جوړ کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له افغانستان سره شوې بشر پاله مرستې بسندویه نه بولي او وايي چې، دغه شوې مرستې آن د اوسنیو ننګونو یو سلنه هم نه شي حلولی. 

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې، په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو پر مخ خپلې پولې خلاصې وساتي؛ څو په وینا یې سوداګریزې چارې په اسانۍ سره ترسره شي.

له بل لوري د اسلامي امارت یو بل غړی انس حقاني وايي، نړۍ نه غواړي چې، افغانستان پر خپل ځان بسیا شي.
           
د اسلامي امارت مشرتابه غړی انس حقاني وايي:«نړۍ هېڅ کله نه غواړي چې افغانان پر ځان بسیا شي. نړۍ تل غواړي چې موږ تل هغوی ته محتاج واوسو.»

د دغې غونډې نورو ګډونوالو بیا اوسني شرایط د هېوادوالو تر منځ د پیوستون او سولې لپاره یو ښه فرصت وباله او د ناخوالو پر پایته رسولو یې ټينګار وکړ.

د افغانستان د سولې اجماع رییس عطالله صادق څرګندوي:«دا زموږ ټولو ګډ کور دی. دا کار باید موږ ټول سره جوړ کړو.»

په دې غونډه کې د اسلامي امارت مسوولینو له نړۍ سره جوړجاړی یوه ننګونه وبلله او همداراز یې د هېوادوالو تر منځ پر یووالي ټينګار وکړ. 
 
ستانکزي ویلي دي چې د خلکو ترمنځ د یووالي او پیوستون او له نړۍ سره د اړیکو د رامنځته کولو څرنګوالی هغه ننګونې دي چې د اسلامي امارت پر وړاندې پرتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه