Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونیز کال پای؛ زده کوونکې نجونې سږنۍ کال تر ټولو بد کال ګڼي

په افغانستان کې د ۱۴۰۰ تعلیمي کال پایته ورسېده؛ خو یو شمېر زده کوونکې دغه کال د هېواد د نجونو لپاره تر ټولو بد تعلیمي کال ګڼي.

دغه زده کوونکې وايي چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته هغوی له زده کړو بې برخې شول. پرنیان چې، د اتم ټولګي زده کوونکې ده او تر اوسه د خپل ښوونځي عمومي اول نمره وه؛ اوس خپلې ناروښانه راتلونکې ته اندېښمنه ده.

هغه وايي:«نن سلمه ورځ ده چې موږ ښوونځي ته نه یوو تللي او اسلامي امارت هر ځل ژمنه کوي چې ښوونځي پرانیستل کېږي؛ خو عمل نه کوي.»

له پلازمینې سربېره په څه باندې شلو نورو ولایتونو کې هم له درېیو میاشتو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو له دوامه محرومه شوې دي. دوی وايي، د ښوونځیو تړل پاتې کېدو یې پر روحیې منفي اغېز کړی دی.

زده کوونکې بهاره وايي:«زموږ راتلوونکی ناروښانه دی او موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو فشار راوړي چې ښوونځي پرانیزي.»
بله زده کوونکې مریم بخشي هم څرګندوي:«موږ ته یې هر وخت ژمنه راکړې ده چې زموږ ښوونځي پرانیستل کېږي، خو ښوونیز کال پای ته ورسېد؛ خو بیا هم زموږ برخلیک معلوم نه دی.»

یو شمېر ښځینه ښوونکې هم وايي چې، د ښوونځيو تړل پاتې کېدو اندېښمن کړي او له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي.

ښوونکې زحل عمر زاده په دې هکله وویل:«زموږ معاشونه په وخت نه راکول کېږي او کم شوي دي. موږ له نړۍوالو غواړو چې زموږ غږ واوري.»

بله ښوونکې رحمتي هم څرګندوي:«زموږ نجونو هیله لرله چې په لوړه کچه درس ووايي او زده کړې وکړي، خو له بده مرغه تراوسه یې د ښوونځیو برخلیک روښانه نه دی او هغوی په کور ناستې دي.»

بل خوا د پوهنې وزارت چارواکي وایي چې د ښوونځيو د بېرته پرانستلو پر طرحې کار روان دی.

د پوهنې وزارت ویاند نظر محمد عرفان وویل:«د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو طرحه وروستۍ شوې ده او ان شاالله چې نوي ښوونیز کال پورې به له نوې تګلارې سره د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.»

بلخو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی بیا د نجونو د زده کړو په هکله داسې وايي:«نجونې حق لري چط زده کړې وکړي او موږ نه شو کولای چې د لوېدیځو هېوادونو په څېر د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړو.»

 د ۱۴۰۰ ښوونیز کال په پای ته رسېدو سره په ځینو ولایتونو کې د متوسطې او لېسې دورې نجونې ښوونځیو ته نه دي تللې؛ خو د پارچو په ترلاسه کولو سره یې یو ټولګی ارتقا کړې ده. خو لا هم روښانه نه ده چې، درې میاشتې وروسته به د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره به دغه نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه ولري او کنه؟ 

د ۱۴۰۰ ښوونیز کال په پای ته رسېدو سره په ځینو ولایتونو کې د متوسطې او لېسې دورې نجونې ښوونځیو ته نه دي تللې؛ خو د پارچو په ترلاسه کولو سره یې یو ټولګی ارتقا کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه