Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تېر حکومت د یوه پوځي افسر د ربړونې په وړاندې غبرګونونه

د تېر حکومت د یوه پوځي افسر د ربړونې د ویډیو په غبرګون کې، د خواله رسنیو یو ډېر شمېر کارنو دا ټول کړنه د اسلامي امارت د عمومي عفوې څرګنده سرغړونه ګڼلې ده.

دغه ویډیو له پرون راهیسې په ټولنیزو شبکو کې ښکته پورته کېږي او په کې لیدل کېږي چې د مخکیني حکومت له یوه نیول شوی افسرسره تاوتریخوالی کېږي.
 
د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده په دې هکله وايي:«عمومي عفوه یې اعلان کړه، تمه کېږي چې ورته ژمن وي، ځکه چې پر ژمنې او پيان درېدل په حقیقت کې د دولت او ملت ترمنځ د اعتماد چاپېریال پياوړی کوي.»

پخوانی نظامي رحمت الله اندړ هم وايي:«اسلامي امارت په ټیټو برخو او ولایتونو کې عمومي عفوه د والیانو او د امنیت رییسانو په واسطه تطبیق کړي.»

له ډېرو هڅو سره سره په دې تړاو د امنیتي ادارو د نظر په اخیستو بریالي نه شوو. تر دې وړاندې هم د پخوانی حکومت پوځيانو د نیولو او وژلو په تړاو رپوټونه خپاره شوي چې په وار ورا د اسلامي امارت له لوري رد شوي دي.
 
د سیاسي چارو شنونکی سید باقر محسني څرګندوي:«له مخکنیي حکومت سره د همکارۍ په جرم د خلکو نیول او له هغوی پلټنې، ټولنیزه عقده او سپکاوی زیاتوي او دا د راتلوونکي امنیت او ټيکاو لپاره په یوه ګواښ بدلېدای شي.»

اخوا د اسلامي امارت جګپوړي چارواکي عمومي بښنې ته د اسلامي امارت د ځواکونو پر ژمنتیا ټينګار کوي.

د اسلامي امارت جګپوړی چارواکی انس حقاني وايي:«اوس چې عفوه شوې ده باید له ټولو خلکو سره ښه چلن وشي او له شخصي غچ اخیستو کار وا نه خیستل شي.»

د بشري حقونو د څاربنسټ هم په دې تړاو په یوه راپورکې د مخکیني حکومت تر سلو د زیاتو نظامیانو د وژلو ادعا کړې وه چې د اسلامي امارت له لوري بې بنسټه وبلل شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه