Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امارت خپلو ځواکونو ته: حق نه لرئ چې د خلکو خصوصي حریم ته ننوځئ

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اسلامِ‌ امارت ټولو ځواکونو ته خبرداری ورکوي چې د خلکو په خصوصي حریم کې له مداخلې او ځورونې لاس واخلي.

د دغه وزارت ویاند وايي چې له سرغړونکو سره به قانوني چلن وي.

امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې، امنیتي ځواکونه د دې حق نه لري چې، د هغو په خصوصي چارو کې لاسوهنه وکړي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د اسلامي امارت ټولو ځواکونو ته لارښوونه شوې چې، د خلکو کورونه او موبایلونه یې په خپل سر ونه لټوي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اطلاعات او عامه اړیکو رییس محمد صادق عاکف وايي:«د امر بالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست شیخ خالد د خپلو بېلابېلو بیانونو کې په ځلونو یادونه کړې ده چې امنیتي ځواکونه اجازه نه لري چې د خلکو شخصي موبایلونه او کورونه له اجازې پرته تلاشي کړي، په چک پاینټونو کې باید موبایلونه او شخصي وسایل تلاشي نه کړي.»

له دې سره سم، یو شمېر موټر چلوونکي ادعا کوي چې، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت موظفینو خبرداری ورکړی چې، په ګډه ښځې او نارینه په خپل موټر کې سپاره نه کړي.

د ښاري بس چلوونکی عبدالله جان وايي:«کابو تېره جمعه موږ ته وویل شول چې نور ښځې او نرینه یوځای مه وړئ او سړي باید د ښځو پر سر نه وي که چېري وي یا یې کښته کوئ او وايي د دوی پیسې بېرته ورکړئ.»

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت دغه ادعا نه ردوي او نه یې هم تاییدوي.

پر تګ راتګ او د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونو په کور دننه او بهر کې ګڼې نیوکې راپارولي؛ خو اسلامي امارت بیا د ښځو پر فعالیتونو د محدودیتونو د لګولو د مسالې په ردولو سره وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.
 
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند زیاتوي، د اسلامي امارت ټولو ځواکونو ته لارښوونه شوې چې، د خلکو کورونه او موبایلونه یې په خپل سر ونه لټوي.

Thumbnail

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اسلامِ‌ امارت ټولو ځواکونو ته خبرداری ورکوي چې د خلکو په خصوصي حریم کې له مداخلې او ځورونې لاس واخلي.

د دغه وزارت ویاند وايي چې له سرغړونکو سره به قانوني چلن وي.

امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې، امنیتي ځواکونه د دې حق نه لري چې، د هغو په خصوصي چارو کې لاسوهنه وکړي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د اسلامي امارت ټولو ځواکونو ته لارښوونه شوې چې، د خلکو کورونه او موبایلونه یې په خپل سر ونه لټوي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اطلاعات او عامه اړیکو رییس محمد صادق عاکف وايي:«د امر بالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست شیخ خالد د خپلو بېلابېلو بیانونو کې په ځلونو یادونه کړې ده چې امنیتي ځواکونه اجازه نه لري چې د خلکو شخصي موبایلونه او کورونه له اجازې پرته تلاشي کړي، په چک پاینټونو کې باید موبایلونه او شخصي وسایل تلاشي نه کړي.»

له دې سره سم، یو شمېر موټر چلوونکي ادعا کوي چې، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت موظفینو خبرداری ورکړی چې، په ګډه ښځې او نارینه په خپل موټر کې سپاره نه کړي.

د ښاري بس چلوونکی عبدالله جان وايي:«کابو تېره جمعه موږ ته وویل شول چې نور ښځې او نرینه یوځای مه وړئ او سړي باید د ښځو پر سر نه وي که چېري وي یا یې کښته کوئ او وايي د دوی پیسې بېرته ورکړئ.»

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت دغه ادعا نه ردوي او نه یې هم تاییدوي.

پر تګ راتګ او د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونو په کور دننه او بهر کې ګڼې نیوکې راپارولي؛ خو اسلامي امارت بیا د ښځو پر فعالیتونو د محدودیتونو د لګولو د مسالې په ردولو سره وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه