Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا د افغان نجونو او مېرمنو چارو لپاره ځانګړې استازې وټاکله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د افغان نجونو او مېرمنو چارو او بشري حقونو مسایلو لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده.

افغاني الاصله رینا امیري چې پخوا یې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی دی، خو په تازه توګه د افغانستان د نجونو او مېرمنو چارو تر څنګ د بشري حقونو مسایلو لپاره ټاکل شوې ده.

همداراز، دې وزارت د سټیفني فاسټر په نوم یو بل ډېپلوماټ د افغان مېرمنو او نجونو د بیا مېشتېدو چارو لپاره ستر سلاکار ټاکلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په دې اړه وايي، امریکا د افغانستان سولې او ټینګښت لپاره کې کار کوي او زیاتوي، اغلې امیري به د بشري حقونو، ښځو، نجونو او نورو زیانمنونکو وګړیو د بنسټیزې ازادۍ د حقونو په برخو کې کار وکړي.

بلېنکن ويلي: «موږ د یوه داسې سوله‌ییز، باثباته او خوندي افغانستان غوښتوونکي یوو چې په هغه کې ټول افغانان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو برخو کې پرمختګ وکړي. ځانګړې استازې رینا امیري به دې موخو ته د رسېدو لپاره له ما سره له نږدې کار کوي.»

اغلې امیري له دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې پر مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه هم کار کړی دی. نوموړې همداراز، یو مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په دفتر کې د سیاسي ډلې د غړې په توګه هم پاتې شوې ده.

افغاني الاصله رینا امیري د افغانستان د نجونو او مېرمنو چارو تر څنګ د بشري حقونو مسایلو لپاره ټاکل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه