Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: د سل زره کسیزې اردو د جوړېدو کار ۸۰ سلنه مخته تللی

د تېرې اردو له پاشل کېدو څلور نیمې میاشتې وروسته اوس اوس اسلامي امارت په هېواد کې د نوې اردو له جوړېدو خبر ورکړی دی.

ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د هېواد د سل زره کسیزې اردو د جوړېد د اکار له پرمختګه خبر ورکوي.

نوموړی وايي چې د نوې اردو د جوړېدو کار تر ۸۰ سلنې مخته تللی دی او په هغه کې د شاملېدو لپاره د اسلامي امارت ځواکونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وویل:«د نوم لیکنې ترڅنګ په کنډکونو او لواګانو کې په دنده هم ګومارل کېږي. او کابو ۸۰ سلنه مخته تللی دی. ډېر ژر به بشپړ شي.»

دفاع وزارت د نوې اردو د تشکیلاتو په تړاو یوه شل کسیزه کمېټه ګومارلې او په دې تړاو به وروستۍ پرېکړه دغه کمېټه وکړي.

ښاغلي خوارزمي زیاته کړه:«د اړتیاو او ضرورتونو په صورت کې په دفاع وزارت کې دې یو منظم او پر ځای یو تشکیل دې چمتو کړي او رامنځته کړي البته د دغې کمېټې کار هم مخ پر وروستي کېدو دی.»

سره له دې چې، اسلامي امارت په دفاع وزارت او قول اردو ګانو کې د پخوانیو کارکوونکو او نظامیانو د کارونو له بیا پیله خبر ورکوي؛ خو ځينې پخواني نظامیان بیا وايي، په اوسني وخت کې د تېرو حکومتونو د په کار پوه نظامیانو له تجربو باید ډېره استفاده وشي.

پخوانی پوځي جنرال ثمر سادات وايي:«اردو باید معیاري وي او دغه بنسټ ځان باید د عسکرۍ خدمتونو پر بنسټ عیار کړي. د منظم یونیفرم او قیافې لرونکي وي.»

د پوهنتون استاد عزیز مجددي څرګندوي:«ملي اردو باید په هېواد کې د مېشتو ټولو قومونو څخه جوړه وي او همدارنګه په نوې اردو کې له پخوانیو مسلکي او متخصصو ځواکونو هم استفاده وشي.»

د ویلو ده چې، په تېر حکومت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر ۳۵۲ زرو ته رسېده او شاوخوا ۱۹۰ زره تنه یې د ملي اردو ځواکونه وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه