Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د مېرمنو د تګ‌-راتګ محدودیت په اړه د سیګر اندېښنه

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګر) د بشر حقونو د څار بنسټ د راپور په اړه ویلي، اسلامي امارت د مېرمنو او نجونو ورزشي فعالیتونو او روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی دی.

تېره اوونۍ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په یوې خپره کړې پاڼه کې سپارښتنه کړې چې مېرمنې باید له محرم پرته ورزشي او روغتیايي مرکزونو ته لاړې نه‌شي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي د مېرمنو پر ورزشي فعالیتونو د محدودیتونو لګونو په اړه غبرګون څرګند کړی دی.

سیګار وايي، د بشر حقونو د څار بنسټ راپور د اندېښنې وړ دی، ځکه په وینا یې دا ډول محدودیتونه د مېرمنو پر فعالیتونو منفې اغېزه کوي. په راپور کې زیاته شوې: «د طالبانو له لوري د مېرمنو پر ورزش او روغتیايي خدماتو ته د هغوی پر لاسرسی محدودیت لګول او همداراز له مېرمنو سره یو محرم کرځېدل، د طالبانو تازه لګول شوي قوانین دي.»

ورته مهال د هېواد ځينې ورزشکارانې وايي، د دوی لپاره تازه لګول شوي محدودیتونه ننګونکي دي.

د رمزیه سیدي په نوم د کورش یا د رسمتي غېږ نیولې او تکواندو ملي ټیم غړې چې له تېرو لسو کلونو راهیسي د ورزش په برخه کې فعالیت کړی، وايي، د اسیايي المپیک سیالیو تر څنګ یې په کور دننه او له هېواده بهر هم په ځینو سیالیو کې ګډون کړی چې لاسته‌راوړنې هم لري، خو له تېرو پنځه میاشتو راهیسې یې ورزشي فعالیتونه ځنډېدلې دي.

نوموړې وايي: «موږ ځوانان له دولته ډېره کوچنۍ غوښتنه لرو چې زموږ غږ واورئ. تاسو هغه خلک یاست چې زموږ راتلونکې ستاسو په لاس کې ده، خو موږ نه‌شو کولای خپل غږ ډېر لوړ کړو.»

د خال بي‌بي په نوم یوه کورنۍ بې‌ځایه شوې چې درې کاله وړاندې یې د کندز په یوه جګړه کې مېړه وژل شوی و، وايي، د جګړې پر مهال نوموړې هم ټپي شوې وه چې اوس له خپلو دوه کوچنیانو سره یوازې ژوند کوي.

نوموړې وايي، دا چې نه‌شي کولای د خپلې درملنې لپاره یوازې سفر وکړي، اندېښمنه ده او زیاتوي: «مېړه مې په کندوز کې د جګړې پر مهال شهید شو، په همدې خاطر مېړه او یو دوه کلن زوی مې هم په چرې شهیدان شول. دوه نیم کاله وشول چې سرپناه‌ نه‌لرم.»

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند مولوي محمد صادق عاکف په دې اړه وايي: «دا یو محدودیت نه‌دی؛ بلکې د مېرمنو لپاره خوندیتوب او عزت دی.»

پر مېرمنو د لګول شویو محدودیتونو په اړه څو ورځې وړاندې د بشر حقونو د څار بنسټ ۲۰۲۱ د افغان مېرمنو لپاره یو تر ټولو ناوړه کال یاد کړ. همدارزا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رینا امیري په نوم په افغانستان کې د مېرمنو، نجونو او بشر حقونو د دفاع لپاره ځانګړې استازې وټاکله، خو اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی چې د ټولو خلکو په تېره د مېرمنو حقونه د اسلامي شریعت په رڼا کې خوندي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه