Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د هوايي ډګرونو یوازې تخنیکي برخې تړونوالو ته ورکول کېږي

د ټرانسپورټ او مُلکي هوايي چلن وزارت وايي چې د هېواد د نړۍوالو هوايي ډګرونو مدیریت به د اسلامي امارت په مشرۍ وي او د تخنیکي برخو مسوولیت به هغو شرکتونو ته چې نړۍوال سټنډرډ ولري په تړوني بڼه ورکړي.

په دغه بنسټ کې چارواکي په ټینګار سره وايي چې تر راتلوونکو دوو اوونیو به د اسلامي امارت پلاوی به د ترکي او قطري بنسټونو له پلاویو سره خبرې وروستۍ کړي، دغه چارواکي همدارنګه زیاتوي چې دغه ډلې د درې تخنیکي برخو د مدیریت پر سر په خبرو اترو بوخت دي. 

یوولس ورځې وړاندې د قطر او  ترکیې ګډ پلاوی د افغانستان د نړۍوالو هوایي ډګرونو د کنترول د ترلاسه کولو لپاره کابل ته راغی او په دې تړاو یې له اسلامي امارت سره هوکړې ته د رسېدو لپاره تخنیکي ډلې جوړې کړې.

اوس د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت مسوولان وایي چې د نړۍوالو هوایي ډګرونو مشري هېڅ کوم شرکت ته نه سپاري، خو تر اوسه، په درېیو تخنیکي برخو یعنې د هوایي حریم د کنټرول، د الوتکو او مسافرو د خوندېتوب او د نړۍوالو هوایي ډګرونو د ځمکنیو خدمتونو د وړاندې کولو برخو کې له ترکي او قطري پلاوي سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
 
د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«د هوايي ډګرونو مدیریت چا ته نه ورکوو. د نړۍوالو هوايي ډګرونو تخنیکي برخې هغو شرکتونو ته په تړون ورکوو چې نړۍوال سټنډرډ لري. ځينې تخنیکي ډلې غړي ناروغان شوي او په کورونا ویروس اخته شوي، او همدارنګه نوی زیږدیز کال راغی پلاوي په رخصتیو ولاړل. له دې امله د خبرو اترو بهیر ځنډېدلی. خو تخنیکي ډلې سره په اړیکه کې دي.»

د اسلامي امارت تخنیکي ډله اوه غړي لري چې د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلن وزارت له لوري یې مشري کېږي. دغه ډله به تر راتلوونکو دوو اونیو د انقرې او دوحې له ګډ پلاوي سره د نړۍوالو هوایي ډګرونو د پنځو تخنیکي برخو د کنټرول پر سر پایلې ته ورسېږي.

قطري او ترکي شرکتونو ته د هېواد د هوایي ډګرونو د کنټرول سپارلو په تړاو خبرو افغانستان ته د نړۍوالو الوتنو د بېرته پېلېدو په تړاو هیلې زیاتې کړې دي. نړۍوالې الوتنې د مخکیني حکومت له سقوط، د کابل د هوایي ډګر د ځینو برخو له ویجاړېدو او پر کابل د بندیزونو له لګول کېدو وروسته له څلورو میاشتو راهیسې درېدلې دي.
 
د سیاسي چارو شنونکی عبدالحی قانت په دې هکله څرګندوي:«د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده چې ډېر ژر په د قطري او ترکي ګډو شرکتونو سره هوکړې ته ورسېږي. او نړۍوالې الوتنې بېرته پیل شي او له ټولو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراختیا ومومي.»

افغاسنتان څلرویشت هوایي ډګرونه لري، خو د کابل، مزارشریف، هرات، کندهار او خوست هوایي ډګرونه ظاهراً نړۍوالو الوتنو ته چمتو دي او له همدې امله قطر او ترکیې ته د همدغو هوایي ډګرونو د تخنیکي چارو د سپارلو په تړاو بحثونه دوام لري.
 
د هوايي چلن چارواکي په ټینګار سره وايي چې تر راتلوونکو دوو اوونیو به د اسلامي امارت پلاوی به د ترکي او قطري بنسټونو له پلاویو سره خبرې وروستۍ کړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه