Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تاجیکستان او ازبیکستان ته د هېواد د ۴۰ چورلکو لېږدول کېدل

اسلامي امارت مني چې د افغانستان څه باندې ۴۰ چورلکې د مخکیني حکومت د پرځېدو په لړ کې تاجیکستان او ازبیکستان ته لېږدول شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې په دې هکله له تاجیک او ازبیک چارواکو سره خبرې اترې شوې دي، خو دغه دوه هېوادونه تراوسه حاضر شوي نه دي چې دغه چورلکې افغانستان ته تسلیم کړي.

د شمېرو له مخې، افغانستان د مخکیني حکومت تر سقوط مخکې ۱۶۴ چورلکې لرلې، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې څومره دا چورلکې په افغانستان کې پاتې دي، خو اسلامي امارت تاییدوي چې د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته  لسګونه چورلکې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې دي.
          
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د افغانستان څه باندې ۴۰ چورلکې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه تاجیکستان او ازبیکستان ته د کابل پخوانۍ ادارې د منسوبینو له خوا لېږدول شوي او د چورلکو د بېرته راستنېدو لپاره خبرې اترې پیل شوې دي.»

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم څرګندوي:«په ځلونو له دغو دوو هېوادونو غوښتل شوي دي چې دغه چورلکې د افغانستان اوسني حکومت ته وسپاري. البته هغوی هم خپلې ملاحظې لرلې دي او تراوسه یې تسلیم کړئ نه دي.»

دغه چورلکې د امریکا متحده ایالتونو له لورې پېرې شوې وې او د افغانستان مخکیني پوځ ته سپارل شوې وې. ازبیکستان ته درې لېږدول شوې چورلکې هغه چورلکې دي چې مخکینی ولسمشر اشرف غني او د مخکیني حکومت ځينې نور چارواکې په کې ازبیکستان ته ولاړل. خو تر اوسه دغه هېواد ته د پاتې چورلکو د لېږد څرنګوالی څرګند نه دی.
             
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:«دغو چورلکو او نورو وسایلو ته د لاسرسي یوازینۍ لار د رسمیت پېژندل او د امریکايانو د رضایت ترلاسه کول دي.»

پخوانی نظامي رحمت الله اندړ هم څرګندوي:«دا چورلکې د افغانستان د خلکو مال او پانګه ده. په شخص او ګوند پورې تړاو نه لري.»

د مخکنیو هوايي ځواکونو څو پېلوټان چې د جمهوریت د سقوط په لړ کې تاجیکستان ته تللې وو، له څو میاشتو وروسته د امریکا له لوري درېیم هېواد ته ولېږدول شول. د رویټر د یوه رپوټ له مخې اوس تاجیکستان او ازبیکستان له امریکا متحده ایالتونو غوښتې دي، چې دغه چورلکې دوی ته ورپرېږدي. امریکا یې په ځواب کې ویلي چې د دوی دا غوښتنه به وارزوي.

اسلامي امارت تاییدوي چې د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته  لسګونه چورلکې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې دي. دغه دوه هېوادونه تراوسه حاضر نه دي شوي چې دغه چورلکې افغانستان ته تسلیم کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه