د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي دي چې څه باندې ۶۰۰ زره تنه په ۲۰۲۱ کال کې د اقتصادي ستونزو او جګړو له امله خپل کورونه پرېښي کابل او نورو ځایونو ته تللي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د ژمي په رارسېدو په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو وضیعت د جدي اندېښني وړ ګني. او وايي چې په دغه هېواد کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره مرستې په پام کې نیول شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې، د عامه اړيکو پخوانی مسؤول نصیر احمد حیدرزی وايي:«په داسې وضعیت کې یوو چې د دغه کړکېچ د مخنیوي لپاره هم د افغانستان حکومت او هم نړۍوال سازمانونه بې وسې دي.»
بل خوا د ګډوالو چارو وزارت وايي، په پلازمېنه او ولایتونو کې يې زرګونو کسانو ته مرستې رسولې دي، او هڅه کوي تر څو د مرستندویه ټولنو په مرسته د یادو کسانو لپاره نورې مرستې هم جلب کړي.
د کډوالو چارو وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط څرګندوي:«د خلکو تقاضا او اړتیا له حده ډېره ده او هغه امکانات چې موږ یې په واک کې لرو په ځلونو کم دي، هڅې روانې دي چې د مرستې رسونې یوه ټولنه رامنځته شي.»
هغه کورنۍ چې له خپلو اصلي سیمو کابل او نورو ځایونو ته بې ځایه شوي دي د ژوند له سختیو شکایت لري، نرمۍ د کورنۍ د پنځه غړو مسوولیت لري او د کابل ښار په یوه څنډه کې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو پرته د ژوند سختي شپي او ورځي تېروي.
بی وزله نرمۍ وايي:«یه یو ډول تېرېږي، ترواسه دولت څه نه دي راکړي او هېڅ خوراکي توکي نه لرو.»
دلته د نړمۍ د کورنۍ ترڅنګ ډېرۍ داسې کسان اوسېږي چې د جګړو او اقتصادي ستونزو له امله يي خپل سیمي پرېښي او د کړاونو ډک ژوند تېروي.
دوی وايي چې اوس د واورې له اورښت او هوا له سوړوالي سره ژوند نور هم ورته ستونزمن شوی دی.
بي وزله محمد افضل وویل:«خپل کورونه مو د جګړې او بې وزلۍ له امله پرېښي دي او دلته راغلي یوو لاسګډی چلوم چې یو نمړۍ ډوډۍ پيدا کړم.»
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخي دمګړۍ افغانستان پنځه نیم مېلیونه کورني بېځایه شوي کسان لري چې د ژمي سړه هوا او د خوړو کموالی یې ژوند ګواښي.
په دې اړه مو اندونه