Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکمنستان له پوله ساتو ځواکونو سره د اسلامي امارت ځواکونو نښته

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت په خماب ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او ترکمنستان ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست هلال بلخي وايي چې د ترکمنستان پوله ساتو ځوکواکونو درې ورځې مخکې یو ولسي وګړی وژلی و او یو بل کس یې وهل ټکولی و او د اسلامي امارت ځواکونو نن د دوشنبې ورځې په سهار د امنیتي وضعیت د څېړنې په منظور د خماب ولسوالۍ سرحدي سیمې ته ولاړل چې د ترکمنستان د پوځي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

د ښاغلي بلخي په وینا د اسلامي امارت ځواکونو د ترکمنستان د پوله ساتو ځواکونو په ځواب کې په ډزو لاس پورې کړ.

نوموړی زیاتوي چې په دغې نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست هلا بلخي وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو د ترکمنستان د پوله ساتو ځواکونو په ځواب کې په ډزو لاس پورې کړ.

Thumbnail

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت په خماب ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او ترکمنستان ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست هلال بلخي وايي چې د ترکمنستان پوله ساتو ځوکواکونو درې ورځې مخکې یو ولسي وګړی وژلی و او یو بل کس یې وهل ټکولی و او د اسلامي امارت ځواکونو نن د دوشنبې ورځې په سهار د امنیتي وضعیت د څېړنې په منظور د خماب ولسوالۍ سرحدي سیمې ته ولاړل چې د ترکمنستان د پوځي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

د ښاغلي بلخي په وینا د اسلامي امارت ځواکونو د ترکمنستان د پوله ساتو ځواکونو په ځواب کې په ډزو لاس پورې کړ.

نوموړی زیاتوي چې په دغې نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه