Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قریشي: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځولو ته دوام ورکوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د غزن مزي غځول دوام پيدا کوي، خو ټينګار کوي چې له کابل سره په دې هکله اختلافونه به له ډپيلوماټيکو لارو حل کړي.

که څه هم کابل او اسلام آباد پر ډیورنډ کرښه د اغزن مزي د غځولو پر سر وروستي اختلافونه جدي نه ګڼي، خو په هغو ویډیوګانو کې چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې دي، لیدل کېږي چې اسلامي امارت ته منسوب پوځیان په ځینو ولایتونو کې اغزن مزي له منځه وړي.

اسلام آباد د دغو ویډیوګانو په غبرګون کې وایي، چې پر ډیورنډ کرښه د اغزنو مزو غځولو ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګندوي:«موږ چوپ نه یوو، موږ ستنې لګولې دي او ان شاالله دا هڅې به دوام ولري. افغانستان زموږ یو اسلامي ګاوندۍ هېواد دی. له هغوی سره په تعامل کې یو او باید رامنځته شوې ګونګتیاوې له ډېپلوماټيکو لارو حل کړو. داسې کسان شته چې دغه اغزن مزی لېرې کوي. موږ وایو چې د دغو مزو غځول د پاکستان په ګټه نه دي. خو موږ له خپلو ګټو ساتنه کوي.»
 
په وروستیو اوونیو کې په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویډیوګانو پر بنسټ، د اسلامي امارت ځواکونو په ننګرهار، کونړ او نیمروز ولایتونو کې د پاکستان اغزن مزي کاږلي دي او خبرداری یې ورکړی دی که چېرې پاکستان له دې کار نه لاس وانه خلي، د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.

کابل په رسمي توګه پر ډېورند کرښه د اغزن مزي لېرې کول نه تاییدوي او نه ردوي خو وایي چې په دې تړاو اختلاقونه حل شوي دي.
        
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«موږ نه غواړو چې زموږ اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره د دا ډول کوچنیو مسایلو پر سر خرابې شي. په راتلوونکي کې د دا ډول مسایلو د مخنیوي لپاره په ګډه به هڅې وکړو.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.
          
په پاکستان کې خبریال طاهر خان په دې هکله وايي:«د رسمیت له پلوه پاکستان څه ډول دا یې ویلي دي، په پلوه په ځينو ځایونو کې شخړې دي او دا شخړې زیاتې شوې دي، پاکستان هڅه نه کوي چې په دې هکله ډېرې خبرې وکړي، ځکه چې پاکستان نه غواړي په دې هکله له رسنیو سره زیات بحث وکړي.»

پخوانی نظامي احمدخان اندړ هم څرګندوي:«پاکستان هم هڅه کوي چې د دغې کرښې شخړې زیاتې کړي چې وکړای شي په دې وخت کې چې افغانستان د بندیز او اقتصادي، سیاسي او نظام د ستونزو په حال کې دی، استفاده وکړي او وغواړي چې دغې کرښې ته رسمیت ورکړي.»

پر ډیورنډ کرښه د اغزن مزې د غځولو مساله یوازې اوس نه بلکې د تېرو حکومتونو پر مهال هم د کابل او اسلام آباد ترمنځ یوه د اختلاف وړ مساله وه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه