Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'کابینه کې له تېرو چارواکو پرته د نورو کسانو پر ګډېدو کار کوو'

د رییس الوزرا لومړی مرستیال وایي چې دوی په کابینه کې له طالبانو پرته د نورو کسانو په ورګډولو کار کوي خو په دې کې به د پخواني حکومت چارواکي شامل نه وي.
 
ملا عبدالغني برادر د دې کار دلیل په فساد کې د مخکیني حکومت د چارواکو ښکیلتیا ګڼي.

عبدالغني برادر وایي چې امریکا د دوحې د مذاکراتو په لړ کې د مخکیني حکومت د ځینو کسانو نومونه د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره دوی ته ورکړې وو، خو نوموړي د مخکیني حکومت غړي په فساد تورن کړل.
 
د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«د تېر حکومت کسانو موږ ته نومونه راکړي وو خو موږ پرېکړه وکړه نه غواړو هغه کسان چې په فساد، غلا او وژنې اخته دي په نوي نظام کې ځای ورکړو.»

ښاغلی برادر محمد اشرف غني او هغه ته د نږدې کسانو د وژلو د نیت لرلو تورونه ردوي. نوموړی دغه راز د نوي حکومت د په رسمیت پېژندلو په تړاو وایي چې کابل د رسميت پېژندلو لپاره د نړۍ ټول شرطونه پوره کړي دي.

نوموړی زیاتوي:«موږ د رسمیت پېژندلو لپاره ټول نړۍوال شرطونه پوره کړي دي او نړۍ باید موږ په رسمیت وپېژني او که چېرې دا کار ونه شي یو ظلم کوي.»

بلخوا د رییس الوزرا لومړی مرستیال چې په رسنیو کې لږ راڅرګندېږي، له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې د دولتي پوهنتونو د رخصتېدو لامل ځينې ستونزې بولي خو وایي چې نوی حکومت هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه ستونزې حل کړي.
  
د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر څرګندوي:«له یوې خوا اقتصادي ستونزې او بل خوا په پوهنتون کې اخلاقي ستونزې وې، د تېر حکومت په وخت کې هغه سیسټم چې جریان درلود زموږ لپاره د منلو وړ نه وو او د ښځينه زده کړیالانو د زده کړو د دوام لپاره پر یوې سمې تګلارې کار کوو.»

د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د اسلامي امارت د په رسميت پېژندلو لپاره د نړۍوالې ټولنې اساسي شرط دی چې د ګانډیوهېوادونو په ګډون د افغانستان په قضایاوو کې ټول ښکېل هېوادونه پرې ټینګار کوي.
 
د سیاسي چارو شنوونکی سید هارون هاشمي څرګندوي:«اسلامي امارت د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره باید له تبیض پرته له بېلابېلو قومونو کسانو ته په کابینه کې ځای ورکړي.»
 
د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو سربېره، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو خوندېتوب او هغوی ته د کار او تحصیل د حق ورکول د نړۍوالې ټولنې یوه بله مهمه غوښتنه ده. په دې لړ کې په کابل کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د یوناما له چارواکو سره په کتنه کې ښځو ته د کار د حق ورکولو او ټولنیز مشارکت په برخه کې د دغه بنسټ د همکارۍ غوښتنه کړې ده. په کابل کې د یوناما دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې اسلامي امارت باید بشري حقونه محدود نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه