Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان له هوايي حریمه د تېرېدونکو الوتکو په شمېر کې کمښت

د مُلکي هوايي چلن اداره وايي چې په هرو څلرویشتو ساعتونو کې، د افغانستان له هوايي حریمه ۶۰ تر ۷۰ الوتکې تېرېدې او د هېواد له حریمه هره الوتکه افغانستان ته ۷۰۰ ډالره عاید لري. د هغوی په وینا، د هېواد هوايي حریم د الوتکو پر مخ خوندي دی.

د مُلکي هوايي چلن ادارې مرستیال غلام جیلاني وویل:«په دغو ورځو کې شمېرې ښيي چې د ۲۴ ساعتونو کې کابو ۶۰ تر ۷۰ الوتکې زموږ له فضا تېرېږي.» 

بلخوا د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت ټينګار کوي چې په شرایطو برابر شرکت ته د هېواد د هوايي ډګرونو د تخنیکي خدمتونو له سپارلو وروسته، له هېواد ته د تېردونکو الوتکو شمېر به هم زیاتوالی ومومي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«کله چې موږ ښه خدمات وړاندې کړای شو، د افغانستان له هوايي حریمه تېرېدل هوايي شرکتونو ته اقتصادي پرېوځي او له دغه فضا به تېر شي.»

ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پخوانی مرستیال وايي چې د هوايي چلن ځينو شرکتونو پر افغانستان خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی او د هېواد له فضايي حریمه خپل مسیر تغییر وي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پخوانی مرستیال امام الدین وریماچ څرګندوي:«دم ګړۍ نړۍوال هوايي شرکتونه د افغانستان فضا خوندي نه ګڼي. نو پر دې بنسټ خپلو ټولو هوايي کرښو ته یې بدلون ورکړی دی.»

د رپوټونو پربنسټ، د جمهوریت پر مهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له فضايي حریمه ۳۰۰ الوتکې تېرېدې.

دا په داسې حال کې دی چې د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت شمېرې ښيي چې افغانستان شپږ هوايي دهلیزونه لري چې ډېری دغه دهلیزونه سوېلي اسیا له مرکزي اسیا سره نښلوي. له دغو هوايي دهلیزونو، چې د هېواد فضايي حریم دی الوتکې تېرېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه