په افغانستان کې د بې مخینې بې وزلۍ، بې روزګارۍ او لوږې په وروستي حد او په دغه هېواد کې د یوه ستر انساني ناورین د رامنځته کېدو په تړاو اندېښنو په لړ کې، د ملګرو ملتونو سازمان له افغانستان سره د یو نیم مېلیارد ډالرو مرستې له راغونډېدو خبر ورکوي.
دغه سازمان وايي چې افغان وګړي په سږني ژمي کې له ستونزمن حالت سره مخامخ دي او له ځنډ پرته د نړۍ مرستو ته اړتیا لري.
ورته مهال د سره صلیب کمېټې په هېواد کې د هوا له سړېدو سره د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت له خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د دغه نړۍوالې کمېټې رییس وايي چې ځين افغان وګړي د ځان د ګرمولو لپاره د خپل کور شیان سوځوي.
په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې رییس الوی فیلیون زیاتوي:«زما ملګرو چې، خپل ټول عمر یې په افغانستان کې تېر کړی راته ویلي چې، دوی هېڅکله هم دومره سوالګر نه وو لیدلي. موږ اوس له بېلابېلو خلکو ډول ډول کیسې اورو چې، د خپل کور وسایل یې خرڅ کړي؛ څو دغه ژمی پرې تېر کړي.»
په افغانستان کې د بې مخینې انساني ناورین د رامنځته کېدو له امله له پرله پسې ګواښونو سره سره ملګرو ملتونو ویلي چې، لا تر اوسه یې له افغانستان سره د مرستې لپاره شاوخوا یو نیم مېلیارد ډالر راټول کړي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټفن دوجاریک وايي:«د ژمي موسم له رارسېدو سره سم، ډېری افغانان له لا بد وضعیت سره مخېږي. مرستندویانو په ۲۰۲۱ کال کې یو نیم میلیارد ډالر برابر کړل. په دې مرستو کې د فوریست ۷۷۶ میلیونه ډالره چې، په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د منشي له لوري وړاندې شول او همداراز د بیړنیو مرستو لپاره ۷۳۰ میلیونه ډالره شامل دي.»
د تېر حکومت له رانسکورېدو سره سم له افغانستان سره په ناڅاپي ډول د نړۍوالو د مرستو په بندېدو سره د بېکارۍ کچه ډېره لوړه شوه او همداراز د افغانستان شاوخوا لس مېلیارده شتمنۍ هم د امریکا له لوري کنګل شوې او په دې سره د هېواد اقتصاد تر ۴۰ سلنې رامحدود شو او د یوه انساني ناورین د رامنځته کېدو وېره هم ډېره شوه.
په دې اړه مو اندونه