Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرحدي لوا قومندان: پاکستان ته د اغزن مزي د غځولو اجازه نه ورکوو

د ختیځ زون د سرحدی ځواکونو قومندان، پر ډيورنډ کرښه د اغزن مزي غځولو په هکله د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون وايي، اجازه نه‌ ورکوي چې پاکستان دا لړۍ بشپړه کړي.

په خواله رسنيو کې له لاس په لاس کېدونکو ويډيوګانو ښکاري چې د اغزن مزي غځولو دا لړۍ لا هم روانه ده، خو د کونړ او ننګرهار په ځینو سیمو کې يې د مخنيوي له راپورونو سره‌ هم‌مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزير، پر غځولو ټينګار وکړ. خو د سرحدي ځواکونو قومندان مولوي ثنا الله سنګین دغو څرګندونو ته غبرګون ښيي.

ښاغلی سنګین له طلوع نيوز سره په خبرو کې وايي، د دغې کرښې په اږدو کې یې تر ۳۰ د ډ‌ېرو نویو پوستو د جوړلو لړۍ پيل کړې چې د پاکستان د مېلشو لخوا د هر ډول تاسیساتو جوړولو مخه ونيسي.

سنګین زیاتوي چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې به د پاکستاني پوځيانو هر ډول چلن به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان مولوي ثناء الله سنګین وویل:«په هېڅ صورت به اجازه ورنه کړو چې دغه اغزن مزی تېر کړي، هر څه یې چې کړي دي له دې مخکې یې کړي خو نور اجازه نه ورکوو چې یو اینچ هم مخته راشي.»

نوموړی زیاتوي چې پاکستاني لوری له ډېرو کلونو راهیسې د خپلو اهدافو لپاره په کونړ کې پر عامو کلو راکیټي بريدونه کوي خو تر دې وروسته به له سخت غبرګون سره مخ شي.

ښاغلی سنګین څرګندوي:«څو ورځې مخکې مو ولیدل چې توغندي یې وتوغول، خو په مقابل کې مو ۳۲ ډي سي توپونه وتوغول. د کلشینکوف ځواب په ټوپ ورکوو.»

ورته مهال، د کونړ ځايي اوسېدونکي وايي، چې اسلامي امارت بايد پر ډيورنډ کرښه د اغزن مزي د غځولو مخه ونیسي ځکه دې چارې قومونه سره جلا کړي دي. 

د کونړ اوسېدونکی مطیع الله مومند وايي:«هغه اغزن مزی چې د پاکستان له خوا غځول شوی دی، زموږ وروڼه او زموږ خپلوان یې له موږ جلا کړي دي، موږ د اسلامي امارت له مشرانو غواړو چې له پاکستان سره په هوکړې اغزن مزی غونډ کړي.»

د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي په غځولو څو ځله د پخواني حکومت د ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ هم نښتې شوي وې، خو ويل کېږي پاکستان لا هم دې لړۍ ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه