Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار ولایت کې د ملي دفاع وزارت د یوې چورلکې پرځېدل

دفاع وزارت په کندهار کې د یوې چورلکې د راغورځېدو پېښه تایید کړه او وايي، دا څرخکۍ الوتکه د ازمایښتي الوت پر مهال راپرځېدلې ده.

د ملي دفاع وزارت چارواکي زیاتوي چې، په دې پېښه کې د هوايي ځواک دوه پیلوټان ټپيان شوي دي.

په یوې ویډیو کې چې، په خواله رسنیو کې خپره شوې ده په کندهار ولایت کې د یوې څرخکۍ د رالوېدو شېبه ښکاره کوي.

د خواله رسنیو ځینې کارونکي وايي، دغه چورلکه په میوند ولسوالۍ کې په سېلابونو کې د بند پاتې کسانو د ژغورولو لپاره پورته شوې وه؛ خو له الوتنې څو شېبې وروسته بېرته راولوېده.

خو ملي دفاع وزارت بیا وايي، دغې چورلکې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه نه وه پورته شوې؛ بلکې له یوې ازمایښتي الوتنې وروسته رانسکوره شوه او په کې دوه پیلوټان هم ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي زیاتوي:«چورلکې سقوط کړی دی او ویجاړه شوې ده، زموږ دوه پيلوټان ټپيان شوي. د یوه وضعیت ښه دی او خو دویم وضعیت لږ نازک دی.»

د ام، ډي ۵۳۰ هره څرخکۍ نږدې یو مېلیون ډالر بیه لري. دغه جنګي چورلکې په امنیتي کمرو سمبال دي او په کره توګه د نښې ویشتو وړتیاوې لري.

د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:«له دغو وسایطو غیر مسلکي کارونه په حیقیت کې جرم دی. موږ هغه هېواد یوو چې ښايي د اوسنیو په لاس کې د شته تخینک د پېرلو وس په کلونو کلونو کې ونه لرو.»

د پوځي چارو کارپوه صادق شینواری هم زیاتوي:«کله چې د غیرمسلکي کسانو له خوا استفاده شي، پوځي وسایل او تجهیزات به له منځه ولاړ شي.»

د اسلامي امارت له بیا رامنځته کېدو مخکې، افغانستان ۱۶۴ بېلابېلې نظامي الوتکې درلودې. خو اسلامي امارت وايي، دم‎ګړۍ په افغانستان کې ۸۱ نظامي الوتکې شته او نږدې ۴۰ یې فعال دي او شاوخوا ۸۰ نورې نظامي الوتکې چې، د تېر حکومت له رانسکورېدو سره سم، تاجیکستان، ازبیکستان او اماراتو ته وړل شوي، لا هم بېرته رالېږدول شوې نه دي. 

پخواني نظامیان ټینګار کوي چې د هوايي ځواک د الوتکو د ترمیم او الوتنو لپاره دې د پخواني حکومت پیلوټان او تخنیکي انجینران بېرته وګومارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه