Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملا برادر: د افغانستان وضعیت حساس او د اندېښنې وړ دی

د اسلامي امارت لومړی مرستیال په افغانستان کې د تر ټولو ناوړه بشري ناورین په اړه له اندېښنو وروسته د افغانستان وضعیت حساس بولي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې سیاسي مسایلو ته په کتو دې ژر تر ژره له دغه هېواد سره بشري مرستې وکړي.

ملا عبدالغني برادر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې د افغانستان د ډېرو سیمو خلک په عاجله توګه خوراکي توکو، سرپناه او نغدي مرستو ته اړتیا لري.

ملا عبدالغني برادر د اسلامي امارت پر وړاندې بندیزونه ظالمانه بولي او زیاتوي چې د امریکا اقتصادي بندیزونو د افغانستان خلک له اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.

د رییس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر وويل: "په دې حساسو شرايطو کې د افغانستان خلک د نړۍ فوري بشري مرستو ته اړتيا لري او د پيسو بندېدو نور هم کارونه ستونزمن کړي او خلک خوراکي توکو او سرپناه ته اړتيا لري چې باید ژر تر ژره ورته چمتو شي."

د رییس الوزرا لومړي مرستيال پر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې په اوسني بحراني حالت کې باید د افغانستان بې وزله خلک د سیاسي غفلت له امله هېر نه کړي.

د رییس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر وویل: "نړۍ باید اوس د سیاسي ملحوظاتو په پام کې نیولو پرته په افغانستان کې اړو خلکو ته بشري مرستې ورسوي او د ژمي په رارسیدو سره د خلکو اړتیاوې زیاتې شوي دي."

په داسې حال کې چې وروستیو اورښتونو په هېواد کې د وچکالۍ د کمېدو هیلې زیاتې کړي خو د واورې ورښت او سېلابونو په ځینو سیمو کې اوسېدونکي زیانمن کړي دي.

د یاد وزارت د بېړنیو حالاتو د ادارې سرپرست حافظ محمد یعقوب وايي: "د وروستیو اورښتونو په پایله کې په ځینو ولایتونو کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي، پلونه ویجاړ شوي، خو ورسره بېړنی مرستې شوېدي".

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا وايي: که چیرې نړۍ داسلامي امارت له خوا د خپلو شرطونو په پلي کولو عمل وکړي او افغانستان ته خپلې مرستې ونه لیږي، په نږدې راتلونکي کې به د یوه بشري ناورین شاهدان وو.

مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي، چې روان ژمي د افغانستان د څه باندې ۲۰ میلیونه وګړو د ژوند شرایط خراب کړي دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره د مرستو لپاره یې له ۸ میلیاردو ډالرو څخه یو عشاریه پنځه میلیارده ډالره مرسته کړېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه