د سیاسي چارو شنوونکی او د پوهنتون استاد فیض الله جلال نن په کابل کې د امنیتي ادارو له خوا نیول شوی دی.
د اسلامي امارت یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې استاد جلال په ځينو امنیتي بنسټونو د تور پورې کولو په غبرګون کې د حکومتي بنسټونو لخوا نیول شوی دی.
د سرچینې په وینا، دم کړۍ ښاغلی جلال د استخباراتو په ریاست کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.
د اسلامي امارت رسمي سرچینو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د استاد جلال کورنۍ هم د دې پخلی کړی دی چې هغه د حکومت له لوري نیول شوی دی.
په دې اړه مو اندونه