Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امیر خان متقي په مشرۍ ایران ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د یوه ۲۶ کسیزه پلاوي په مشرۍ نن (شنبې د مرغومې په ۱۸مه) تهران ته ولاړ.

امیر خان متقي وايي چې پر سیاسي، اقتصادي، او د دوه اړخیزو سوداګریو مسایلو په هکله به له ایراني چارواکو سره بحث وکړي.

ورته مهال د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وايي چې د دغه سفر په لړ کې له ایراني چارواکو سره به د تېلو او غازو د وارداتو په هکله هم ځينې تړونونه لاسلیک کړي.

امیرخان متقي ایران ته له سفر مخکې د اجنډا په هکله داسې وویل:«هڅه کوو چې له ایران سره د سوداګرۍ، اقتصاد، سیاست په برخو کې هوکړې ولرو او هیله ده چې زموږ سفر ښې لاسته راوړنې ولري.»

بلخوا د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف هم وايي:«د یادو شویو موضوعګانو په هکله غونډې لرو. هیله لرو چې ښې لاسته راوړنې ولرو.»

ورته مهال د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست هم وايي چې په دغه سفر کې به د تېلو او غازو د وارداتو په هکله له ایراني چارواکو سره به ځينې هوکړې لاسلیک کړي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي څرګنده کړه:«په براخه کچه د پټرولو او ډيزلو تړون لاسلیک کړو. هڅه وکړو چې له خصوصي سکټور سره پېرل ولرو او هېواد ته یې وارد کړو چې هم پریماني وي او هم وکړای شو بیې راټيټې کړو.»

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرايي مرستیال سخي احمد هم وايي:«په دغه سفر کې خصوصي سکټور هم حضور لري او ټاکل شوې ده چې ایران د افغانستان د انرژۍ او کانونو په برخه کې پانګونه ولری.»

د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی ایران ته سفر کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه