د کندوز ولایت د پوهنې ریاست وايي چې د تېر حکومت او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ د وروستیو کلونو د جګړو له امله په دغه ولایت کې د ۵۰ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي وو.
د کندوز د پوهنې رییس وايي چې د دغو ښوونځیو له تړل کېدو سره، څه باندې ۳۰ زره زده کوونکي له ښوونې او روزنې لېرې پاتې شوې دي.
هغه زیاتوي چې ډېری دغه ښوونځي د جګړې په لومړۍ کرښه دې موقعیت درلود او ځينې نور ښوونځي د پوځي اډو بدل شوي وو.
د کندوز د پوهنې رییس مولوي اسماعیل ابو احمد وايي:«ټولو ښوونځیو زیان لیدلی دی، بمبار شوي او یا هم د پولیسو، اردو او اربکیو پوستې وې، خو الحمدالله اوس دغه ښوونځي فعال دي او زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.»
په کندوز کې د الچین نسوان لېسه چې اوس اوس یې د بیارغونې چارې پیل شوي یو له هغو ښوونځیو دی چې، په وروستیو جګړو کې ویجاړ شوی و.
د کندز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د تېرو جګړو له امله د دغه ښوونځي دروازه د شاوخوا ۲۰۰۰ زده کوونکو پر مخ تړل شوې وه.
د کندوز ولایت ښاري پوهنې امر عبدالحافظ کاکر څرګندوي:«د دغه ښوونځي له بیارغونې سره د لسو کلیو د څه باندې ۲۰۰۰ ښځينه زده کوونکو د ښوونې او روزنې زمینه برابرېږي.»
یوه زده کوونکي امان الله په دې هکله وویل:«درې، څلور کاله کېږي چې زه ښوونځي ته نه یم تللی ځکه چې زموږ ښوونځی د جګړې په لومړۍ کرښه کې و او موږ غواړو چې ښوونځي ته ولاړ شوو.»
د کندوز اوسېدونکي له حکومته غواړي چې، پوهنیز بهیر ته ډېر پام وکړي.
د کندوز اوسېدونکی عزیز الله وايي:«په کندوز ولایت کې ډېری ښوونځي تر بمبار لاندې وو، له همدې امله زده کوونکي له ښوونځيو پاتې شول.»
د کندوز د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو جګړو کې د نجونو په ګډون شاوخوا ۳۰ زره زده کوونکي له زده کړو محرومه شوي وو.
په دې اړه مو اندونه