Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رپوټ: افغانستان کې۵مېلیونه ماشومان له قحطۍ سره په نږدې واټن کې دي

له ماشومانو د ملاتړ سازمان په افغانستان کې له لوږې سره د ۱۴ مېلیونه ماشومانو له مخامخ کېدو په اندېښنې سره وايي چې له دې منځه پنځه مېلیونه ماشومان له قحطۍ سره په نږدې واټن کې دي.

دغه سازمان ګواښ کوي چې سږني ژمي د افغان ماشومان ژوند ستونزمن کړی او اړتیا ده چې له ځند پرته هغوی نړۍوالې مرستې برابرې کړل شي.

د ماشومانو د ملاتړ د سازمان د بشردوستانه چارو مدیره  کریستیانا مارټن وايي«کورنۍ اوس‎مهال د خوړو د پیدا کولو په هڅه کې دي. نږدې پنځه مېلیونه ماشومان قحطۍ ته په خورا نږدې واټن کې دي. ډېره مهمه ده چې نړۍواله ټولنه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د کار او ټولنیزو چارو  وزارت د شمېرو له مخې، تر لسو زیات کورني بنسټونه د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي. خو ظاهراً د نړۍوالو مرستو کمېدو د دغو بنسټونو فعالتیونه زیانمن کړي دي.
  
د ښځو او ماشومانو د څېړنیز بنسټ مشره زرقا یفتلي په دې هکله وايي:«په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د مرستو استولو په برخه کې د نړۍوالو بنسټونو ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوې ده چې دغه مرستې کمې شي او اړمنې کورنۍ پېژندل شوې نه دي او ډېر ماشومان له خطر سره مخ شوي دي.»

خو اسلامي امارت په هېواد کې د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د هڅو خبره کوي چې په وینا یې د کارګرو ماشومانو راټول د دغو هڅو د لړۍ یوه کړۍ ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په دې هکله څرګندوي:«په راتلوونکي کې پروګرامونه جوړېږي چې کارګر ماشومان راټول او ورته د ښوونې زمینه برابره شي او له کورنیو سره به یې مالي مرستې وشي.»

سیف ده چلدډرن، جګړه، د وزګارتیا زیاتوالی، ژمی او کورونا وېروس په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت د خرابېدو  له اصلي لاملونه ګڼي.

ورته مهال ځينې ماشومان چې د بې وزلۍ له امله له ښوونې پاتې دي او کار ته یې مخه کړې ده، د مرستو غوښتونکي دي.

یوولس کلن احمد حسین یو له هغو مېلیونونو ماشومانو دی، چې د خپلې یولس کسیزې کورنۍ د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره یې کار ته مخه کړې ده.

نوموړی وايي:«ما له دې مخکې درس لوست، خو له هغه وخته چې پلار مې بې کاره شو ما ښوونځی پرېښود او دلته راځم او کار کوم او د ورځې ۵۰ تر ۶۰ رپیو کار کوم.»
 
بل کارګر ماشوم کیهان هم وايي:«په کور کې هېڅ ډوډۍ نه لرو. زه بوټونه رنګوم چې د خپلې کورنۍ لپاره  پنځو یا لسو ډوډیو پیسې پيدا کړم او په دې ورځو کې کار هم نشته.»

سیف ده چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ سازمان وایي،چې نږدې څورلس میلیونه افغان ماشومان د لوږې له خطر، د زده کړو له محرومیت او سخت ژمي سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه