Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقتصادي - سیاسي مسایلو په تړاو له ایراني چارواکو سره خبرې اترې

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي چې تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی وايي چې له ایراني چارواکو سره یې غونډې لرلې  دي او د اقتصادي، ټرانزیټي او سیاسي مسایلو په ګډون په بېلابېلو مسایلو بحث او خبرې اترې کړې دي.

ښاغلی متقي وايي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي چې له ایران سره سوداګریزې او ټرانیزیټي اړیکې پراخې کړي او تهران هم د افغانستان له لارې له منځۍ اسیا سره سوداګري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په وینا، د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلو په اقتصادي، ټرانیزي او سوداګریزو برخو کې بېلابېلې غونډې لرلې دي.

په هغه غږیز پيغام کې چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال خپور کړی دی، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«له ایراني چارواکو سره مو ولیدل او د اوسني، وضعیت، په سیاسي او امنیتي برخه کې که چېرې ستونزې موجودې وي، له یو بل سره خبرې اترې وکړې.»

له دې سره سم، ایران ويلي چې، د چابهار بندر له لارې به له افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو د لېږد په برخه هم همکاري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان په دې هکله وویل:«د هغو ستونزو په هکله چې په تېر کې وو او همدارنګه د چابهار بندر او له ایرانه په مناسبه بیه د تېلو پېرلو په هکله بحث وشو.»

په ظاهره داسې ښکاري چې، امیر خان متقي به له ایراني چارواکو سره په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د نویو ډيپلوماټانو د کار د پیل د څرنګوالي په تړاو هم خبرې وکړې.

د هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو طلوع نیوز ته د دې پخلی کړی چې، دغه وزارت په ایران، پاکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان او چین کې د افغانستان د سفارت خونو لپاره نوي ډيپلوماټان ګومارلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژيکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین څرګندوي:«موږ په ځينو هېوادونو کې له دې پرته چې نوم یې یاد کړو خپل ډپيلوماټان موږ عملاً لېږلي دي او همدارنګه دوی په کابل کې خپلې پرانیستې استازولۍ لري.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې ایران ته سفر کړی چې، لا تر اوسه دغه هېواد د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ورته مهال اسلامي امارت وايي چې د سیمې شپږو هېوادونو کې یې د افغانستان سفارتونو کې نوي ډپيلماټان ګومارلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه