Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت له خوا د فیض الله جلال د نیولو په وړاندې غبرګونونه

اسلامي امارت د پوهنتون له استاد فیض الله جلال څخه د څېړنو له دوامه خبر ورکوي. د اسلامي امارت چارواکي ښاغلی جلال تعصب ته لمن وهلو او د اوسني نظام په وړاندې د خلکو په تحریک کولو تورن کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«د پوهنتون د استاد له ادرسه، هغه نظام تخریب وه خلکو ته یې سپکاوی کاوه او له هغو بانډونو او کړیو سره یې اړکه لرله چې د خلکو امنیت یې اخلال کاوه.»

د فیض الله جلال خپلوان وایي چې له شنبې ورځې راهیسې له هغه نه هېڅ احوال نه لري. د دوی په باور د هغه د نیولو لپاره هېڅ دلیل نشته.

د فیض الله جلال نیول د بښنې د نړۍوال سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ له نیوکې سره مخ شوي دي.

 په کابل کې د مدني ټولنې یو شمېر ښځينه فعالانو هم نن په اعتراض لاس پورې کړ او د فیض الله جلال په ملاتړ یې د شعارونو په ورکولو سره لاریون وکړ.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو هم د فیض الله جلال د نیول کېدو په تړاو پراخ غبرګونونه ښودلي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه