Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ۴۰ کلنې جګړې د قربانیانو انځورونه نندارې ته وړاندې شول

د افغان ټولنیز عدالت غوښتونکو ټولنه چې د بشر حقونو په برخه کې یو فعال بنسټ دی، وايي، د هېواد له ګوټ-ګوټ څخه یې د جګړې ځینې قربانیانو انځورونه راټول کړي او د قربانیانو کورنیو عدالت غوښتنې په موخه یې نندارې ته وړاندې کړې دي.

د دې ټولنې غړي زیاتوي، د افغانستان خلک نور د جرایمو او جنګي جنایتونو زغم نه‌لري او په خبره یې نور باید د بېلابېلو پلمو لپاره قرباني نه‌شي.

د دې ټولنې مشره لیدا وايي: «د تېرو څلوېښتو کلونو پر مهال چې دولتونه واک ته رسېدلي؛ دوی یوازې په جنایت لاس پورې کړی دی، خو هېچا د دې جنایتونو مسوولیت نه‌دی منلی.»

د شکریې په نوم د دې ټولنې یوه غړې زیاتوي: «موږ د هغوی د محکوم کولو لپاره خپل غږ پورته کوو او هغه سازمانونو چې د بشري حقونو لپاره کار کوي، له هغوی غواړو چې له موږ سره همغږي شي.»

د دې ټولنې مسوولان وايي، له ټول هېواده یې د ۴۰ کلنې جګړې په تېره د ځانمرګو بریدونو او هوايي بمباریو د قربانیانو څه باندې ۱۲ زره انځورونه راټول کړي، خو له ډلې یې یوازې زر انځورونه نندارې ته وړاندې کړې دي.

بل‌پلو دې نندارتون ته ورغلي کسان زیاتوي، د یادو انځورونو په لېدلو سره ورته د جګړې او وحشت پخوانۍ ترخې خاطرې وریادېږي او غوښتنه کوي چې له دې وروسته په هېواد کې د جګړې د تداوم زغم نه‌لري.

د کابل اوسېدونکی قاضي زاده شینواری وايي: «دا ټول د یو ملت او یو هېواد خلک دي. نو دا باید موږ تجربه کړو، په اینده کې یو موټی شو او ټول د دې وطن لپاره په اتفاق او اتحاد سره کار وکړو.»

ورته مهال د افغان ټولنیز عدالت غوښتونکو ټولنې مسوولان په افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه حکومت غوښتونکي شول چې په وینا یې جنګي مجرمینو ته سزا ورکړل شي.

ورته مهال د افغان ټولنیز عدالت غوښتونکو ټولنې مسوولان په افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه حکومت غوښتونکي شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه