Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای کېږي'

په ختيځ کې د لومړۍ سرحدي لوا قومندان وايي، د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې نویو جوړو شویو امنیتي پوستو ته تازه دمي پوله ساتي ځواکونه استوي.

مولوي ثناءالله سنګین د يادې لوا له نظامي زده کړو د فارغانو په غونډه کې وويل چې، د ډيورنډ کرښې صفري نقطو سره يې د هېواد د دفاع په موخه ۳۲ نوې پوستې جوړې کړي‌ دي.

د ختیځ زون د لومړۍ سرحدي لوا د نظامي زده کړو له مرکزه تازه ۱۵۰ تنه فارغ شول.

د يادې لوا قومندان وايي، په پام کې لري چې دغه تازه دمي ځواکونو په هغه امنیتي پوستو کې ځای پر ځای کړي چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې نوي جوړې شوي دي.

د لومړۍ سرحدي لوا قومندان مولوي ثناء الله په دې هکله وویل:«په خپلو سرحداتو کې چې کومې ۳۲ پوستې مو ایجاد کړي او په دې څو ورځو کې به يې سرکونه هم تکمیل شي چې په صفري نقطه دي او د هر متجاوزګر د دفاع لپاره مو اماده کړي دي، هلته به يې ځای پر ځای کړو،د بنشۍ، چېره ‌ګَل، باتاش او بري‌کوټ پر سر، په حاکمه نقطه کې په دغو ځایونو کې به ځای پر ځای شي.»

په ورته مهال د خالد بن ولید قول اردو قومندان وايي، د هېواد دفاع يې کاري لومړیتوب دی او هغه ګاونډیان چې د رسمي سرحد او ځینې نور چې د پولې په مسایلو له افغانستان سره ستونزې لري د خبرو له لارې دې له اسلامي امارت سره حل کړي.

د خالد بن ولید قول اردو قومندان عبدالصبور ابو دوجانه وايي:«موږ ته په اول قدم کې دین ډېر اهمیت لري او په دویم قدم کې د خاورې حفاظت چې دا پر يوه اسلامي نظام واجب دی، فرض دی ساتي به يې. هغه هېوادونه چې موږ رسمي سرحد ورسره لرو که چاسره يې روغ بړ هم کړی وي موږ سره د خپل مشکل حل کړي. هغو هېوادونو چې بېخي رسمي کرښه ورسره موږ لرو نه، زموږ رسمي کرښه ورسره شته نه، هغه دې هم موږ سره مشکلات د خبرو له لارې حل کړي. د افغانانو غیرت ټولې دنیا ته معلوم دی، هر څوک چې خپل مشکل موږ سره د خبرو له لارې حل کړي په دې کې به يې خير وي.»

د لومړۍ سرحدي لوا قومندان مولوي ثناء الله سنګین هم په دې هکله زیاتوي:«نه د دې غاړې ولسونه نه د هغې غاړې ولسونه به هېڅکله چاته دا اجازه ورنه کړي چې زموږ په منځ کې سیم خاردار تېر کړي او زموږ ولسونه سره جدا کړي. دا په هېڅ صورت ورسره موږ نه منو. نه مو منلی دی، نه يې منو او نه به يې پرېږدو.»

په ورته مهال، تازه فارغ شوي پوله ساتي ځواکونه وايي، د نظامي زده کړو موده یې محدوده وه خو دوی ترې سمه ګټه اخیستې او په پوره وړتیا سره خپلو نویو دندو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده یو پاکستانی پلاوی هم په نږدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي. ښایي د اسلامي امارت له چارواکو سره د دغه پلاوي د خبرو په اجندا کې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د اغزن تار پر سر، خبرې هم شاملې وي.  

د خالد بن ولید قول اردو قومندان وايي، د هېواد دفاع يې کاري لومړیتوب دی او هغه ګاونډیان چې د رسمي سرحد او ځینې نور چې د پولې په مسایلو له افغانستان سره ستونزې لري د خبرو له لارې دې له اسلامي امارت سره حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه