Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معترضو مېرمنو خپلې غوښتنې شپې مهال پر دېوالونو لیکلي

د مېرمنو یوې ډلې نړۍوالې ټولنې د خپل عدالت غوښتنې غږ د رسولو لپاره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی دی او دا ځل شپه مهال د پلازمېنې واټونو ته وتلي دي.

دوی له هغه څه چې د ښځو په وړاندې د محدودیتونو زیاتوالی ګڼي نیوکه کوي او په دې هکله یې د کابل ښار پر ځينو دېوالونو شعارونه لیکلي دي.

 دغه مېرمنې وایي چې پر تاوتریخوالي یې د خپلو لاریونونو د اوښتو د مخنیوي لپاره اوس نویو لارو چارو ته مخه کړې ده.

معترضه تمنا رضايي وايي:«زموږ اعتراضونه له تاوتریخوالي او ګواښ سره مخ شول او موږ خپلو غوښتونو او بنسټيزو حقونو ته د رسېدو لپاره، پر دېوال لیکنو بڼې ته مخه کړه او دغه کار ته دوام ورکوو.»

بله معترضه لیدا هم څرګندوي:«پر دېوال لیکنه د ښځو حقونو ته د رسېدو لپاره زموږ نوې طریقه ده، موږ تل د طالبانو له خوا تاوتریخوالي ته کاږل کېږو.»

د کاراو تحصیل حق او آزادي د دغو مېرمنو له لویو شعارونو څخه دي. دوی له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو سیاسي او ټولنیز مشارکت ته، نه ونه وایي.

ښځو د حقونو فعاله نویده خراساني وايي:«نننۍ ښځې د تېرو شلو کلونو ښځې نه دي. زموږ دغه پروګرامونه ټولو ولایتونو ته پراختیا مومي او موږ له هرې ممکنې لارې خپل غږ پورته کوو.»
         
د ښځو د حقونو فعالې دریا نشاط هم وویل:«هغه څه چې زموږ حق دی موږ هماغه غواړو او هېڅ وخت شاته نه ستنېږو تر هغې چې خپلو حقونو ته ورسېږو دغې عدالت غوښتنې ته به دوام ورکړو.»

خو اسلامي امارت یو ځل بیا په هېواد کې ښځو ته د زده کړې او کار د زمینې د برابرولو لپاره د خپلو هڅو خبره کوي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«اسلامي امارت د ښځو د حقونو په وړاندې هېڅ ډول خنډ نه دی لرلی او موږ پر یوه چوکاټ کار کوو چې ښځو ته ښه کاري او تحصیلي زمینې برابرې کړو.»

تر دې وړاندې هم ښځو په نورو بېلابېلو بڼو، لکه په کورونو کې د اعتراضیه غونډو په جوړولو او د نارینه وو د جامو په اغوستلو سره د خپلو حقونو د خوندېتوب لپاره اعتراضونه کړي دي.

په هېواد کې د ښځو د حقونو د خوندېتوب لپاره د اعتراضونو په لړ کې دا ځل، یو شمېر مېرمنې د شپې په تیاره کې د کابل په ځینو سیمو کې راوتلې دي او په رنګ، سپرې، قلم، سکرو او بلې هرې وسیلې نه په کار اخیستو سره یې پر دېوالونو خپلې غوښتنې لیکلي دي.

تصویر بندانگشتی

د مېرمنو یوې ډلې نړۍوالې ټولنې د خپل عدالت غوښتنې غږ د رسولو لپاره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی دی او دا ځل شپه مهال د پلازمېنې واټونو ته وتلي دي.

دوی له هغه څه چې د ښځو په وړاندې د محدودیتونو زیاتوالی ګڼي نیوکه کوي او په دې هکله یې د کابل ښار پر ځينو دېوالونو شعارونه لیکلي دي.

 دغه مېرمنې وایي چې پر تاوتریخوالي یې د خپلو لاریونونو د اوښتو د مخنیوي لپاره اوس نویو لارو چارو ته مخه کړې ده.

معترضه تمنا رضايي وايي:«زموږ اعتراضونه له تاوتریخوالي او ګواښ سره مخ شول او موږ خپلو غوښتونو او بنسټيزو حقونو ته د رسېدو لپاره، پر دېوال لیکنو بڼې ته مخه کړه او دغه کار ته دوام ورکوو.»

بله معترضه لیدا هم څرګندوي:«پر دېوال لیکنه د ښځو حقونو ته د رسېدو لپاره زموږ نوې طریقه ده، موږ تل د طالبانو له خوا تاوتریخوالي ته کاږل کېږو.»

د کاراو تحصیل حق او آزادي د دغو مېرمنو له لویو شعارونو څخه دي. دوی له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو سیاسي او ټولنیز مشارکت ته، نه ونه وایي.

ښځو د حقونو فعاله نویده خراساني وايي:«نننۍ ښځې د تېرو شلو کلونو ښځې نه دي. زموږ دغه پروګرامونه ټولو ولایتونو ته پراختیا مومي او موږ له هرې ممکنې لارې خپل غږ پورته کوو.»
         
د ښځو د حقونو فعالې دریا نشاط هم وویل:«هغه څه چې زموږ حق دی موږ هماغه غواړو او هېڅ وخت شاته نه ستنېږو تر هغې چې خپلو حقونو ته ورسېږو دغې عدالت غوښتنې ته به دوام ورکړو.»

خو اسلامي امارت یو ځل بیا په هېواد کې ښځو ته د زده کړې او کار د زمینې د برابرولو لپاره د خپلو هڅو خبره کوي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«اسلامي امارت د ښځو د حقونو په وړاندې هېڅ ډول خنډ نه دی لرلی او موږ پر یوه چوکاټ کار کوو چې ښځو ته ښه کاري او تحصیلي زمینې برابرې کړو.»

تر دې وړاندې هم ښځو په نورو بېلابېلو بڼو، لکه په کورونو کې د اعتراضیه غونډو په جوړولو او د نارینه وو د جامو په اغوستلو سره د خپلو حقونو د خوندېتوب لپاره اعتراضونه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه