Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د داعش او امارت ځواکونو ترمنځ نښته؛ درې داعشیان وژل شوي

اسلامي امارت په کابل کې د یوه عملیات په لړ کې د داعش ډلې د درې غړو له وژل کېدو او د دوو تنو له نیول کېدو خبر ورکوي.

د اسلامي امارت ځواکونه وايي چې تېره شپه د کابل ښار په پنځمه حوزه کې په یو لړ عملیاتو کې د داعش ډلې جنګیالي په نښه شول.

دغه ځواکونه زیاتوي چې د دغو عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې درې جنګیالي وژل شوي او دوه تنه نور یې نیول شوي دي.

د اسلامي امارت د ځواکونو غړی زاهد وايي:«موږ اړ شوو چې راکټ استفاده کړو او لاسي بم استفاده کړو ځکه چې په یوه ډېر پېچلي ځای کې پټ شوي وو، چې زموږ د تګ لپاره لار نه وه او موږ هم اړ شوو چې راکټ وکاروو.»

د کابل د پنځمې امنیتي حوزې مرستیال حقاني هم وویل:«زموږ مجاهدینو غږ وکړ چې تسلیم شئ، خو هغوی پر ډزو سره ځواب ورکړ. دوه درې تنه مجاهدین ټپيان شول، موږ هم ډزې وکړې او ډېره هڅه مو وکړه چې د سیمې اوسېدونکو ته زیان ونه رسېږي.»

پرون شپه نښتې او د سپکو او درنو وسلو کارولو د پلازمېنې د پنځمې حوزې اوسېدونکي ناکراره کړل. دوی وایي چې سخته شپه یې تېره کړې ده.

د کابل اوسېدونکی امام الدین وايي:«خلکو ته یې ډېر زیان ورسوه. د ګاونډیانو ښځینه ډېرې په تکلیف شوې، لورکۍ یې ضعف وکړ، ډېر زیان یې ولید.»
 
د کابل اوسېدونکی دل آغا هم څرګندوي:«د شپې ۹ بجې د اسلامي امارت ځواکونه زموږ پر بام وختل چې موږ هېڅ خبر نه وو. ورته ومې ویل چې څه کوئ، وې ویل چې ستاسو په ګاونډي کور کې داعش ځای پر ځای شوي دي. له ۹ تر ۱۱:۲۰ دقیقو یې جګړې دوام درلود.»

تر اوسه څرګنده نه ده چې په دغو عملیاتو کې نیول شوي کسان افغانان دي او که د نورو هېوادونو وګړي. په وروستیو میاشتو کې په کابل کې د شویو څو چاودنو مسوولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه