Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مېرمنې یوځل بیا د محدودیتونو لګېدو په غبرګون کې واټونو ته راووتې

کابل کې د مېرمنو یو ډله، د هغه څه په هکله چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له خوا د ښځو په وړاندې د محدودیتونو لګول بولي، په اعتراض لاس پورې کړ.

دغو مېرمنو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د پوسټرونو د لګولو په غبرګون کې وایي چې باید په افغانستان کې پر ښځو د حجاب او چادرۍ اغوستل اجباري نه شي. د دوی په وینا چادري د افغانستان د کلتور برخه نه ده.

معترضه شبانه شب دیز وايي:«نن چادري ته حجاب وايي چادري زموږ حجاب نه دی هغه حجاب دی چې د انګلیس او هند له خوا پر موږ تپل شوی دی زه ښځه یم او د ځان لپاره محرم یم محرم ته اړتیا نه لرم.»

دغه مېرمنې له نړۍ هم غواړي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.

معترضه مونثه څرګندوي:«نړۍ باید د افغانستان د ښځو په وړانډې له شرمه ډکه خپله چوپتیا ماته کړي، نړۍوالو بنسټونو پر تاسو دې شرم وي؛ د افغان مېرمنو غږ واورئ.»

په دې لړ کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وایي چې د دغه وزارت له لوري دغه پوسټرونه د ټولنې د اصلاح لپاره لګول شوي دي.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف وايي:«حجاب د خدای، پيغمبر او اسلامي شرعیت امر دی. موږ څوک په زور نه اړبایو یا له ګواښ سره پر خلکو حجاب نه تحمیل وو په پوسټرونو کې هم ویل شوي دي چې حجاب شرعي حکم دی او ښځې دې له هغه کار واخلي.»

دغه اعتراضونه په داسې حال کې دي چې لاهم ښځې د کاراو زده کړې حقونو ته په بشپړه توګه لاسرسی نه لري. خو اسلامي امارت تل ویلي دي چې پر یوې داسې تګارې کار کوي چې پر بنسټ یې په هېواد کې د اسلامي قوانینو په رڼا کې د ښځو ټول حقونه خوندي شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه