Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ا.ا په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه د تاجکستان ادعا رد کړه

اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه د تاجکستان د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه نشته او ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

تر دې مخکې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي وو چې د افغانستان په شمال ختیځ کې شاوخوا شپږ زره ترهګر فعالیت لري. د تاجکستان ولسمشر دا هم ویلي چې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره به له افغانستان سره پر خپله پوله امنیتي کمربند جوړ کړي.

رحمان وویل، "په ټولیز ډول، د تاجکستان د استخباراتو له مخې، د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې له ۴۰ څخه زیات تروریستي کمپونه او د روزنې مرکزونه شتون لري، چې تر ۶۰۰۰ زیات وسله وال په کې میشت دي. "

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې ردوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل، "په هېواد کې هیڅ داسې مرکز نشته چې ترهګر پکې و روزل شي، او موږ ټولو هیوادونو ته ډاډ ورکوو چې له افغانستان څخه دوی ته کوم ګواښ نشته. "

د اسلامي امارت له جوړېدو سره سم د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ سرحدي شخړې بیا پیل شوې چې د نړیوالو اړیکو د ځینو کارپوهانو په باور چې دا به د سیاسي او اقتصادي واټن لامل به شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید حکیم کمال وايي: "د اغزن تار لګول او له افغانستان سره د پولو خوندي کول به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او کلتوري واټن رامنځته کړي او د ډیرو ستونزو لامل کیږي."

پخواني ډیپلوماټ عزیز معارج وویل: "افغانستان ته د طالبانو په ننوتلو سره، د نړۍ ټول هېوادونه له خپلو هېوادونو سره په افغانستان کې د داعش او ترهګرو د حضور په اړه اندېښمن دي. "

تاجکستان او روسیې په وار وار د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه