Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'له هېواده بهرته وړل شوي چورلکې باید بېرته افغانستان ته ورکړل شي'

د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، هغه چورلکې چې اوزبیکستان او تاجیکستان ته بیول شوې دې باید بېرته افغانستان ته ورکړل شي.

ملا محمد یعقوب مجاهد نن سې شنبې (د مرغومې په ۲۱ مه) کابل کې د پوځي پرېډ مراسمو کې خبرداری ورکړ که دغه هېوادونه د افغانستان چورلکې بېرته ورنه سپاري له بدو پایلو سره به مخ شي.

د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد چې دغو پوځي مانورو ته راغلی دی، نورو هېوادونو ته د هېواد د پوځي چورلکو د وړلو په تړاو غبرګون ښيي.

د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد وايي:«زموږ کومې تیارې چې له تاسو سره ولاړې دي، هغه که له تاجیکستان سره دي او که له ازبیکستان سره دي دا بېرته راولئ هېڅکله موږ اجازه نه ورکوو چې دا تیارې په بهر کې پاتې شي او یا دوی ورڅخه استفاده وکړي.»

د دفاع وزارت د سرپرست په وینا، د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته تر څلوېښتو زیاتې چلورلکې ازبیکستان او تاجیکستان ته وړل شوې دي.

بلخوا هغه روسۍ پوځي چورلکې هم چې په بېلابېلو علتونو له کاره لوېدلي وې، د اسلامي امارت له لوري بېرته فعالې شوې دي.
    
ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«د افغانستان راتلوونکی هوايي ځواک به داسې یو ځواک وي، چې هغه به په هېڅ بهرني قوت او پر هېڅ بهرني هېواد باندې به متکي نه وي پر خپلو پښو به ولاړ وي او په خپله به د هېواد دفاع کوي. ان شاالله دغې موخې ته د رسېدو په حال کې یوو.»

د دفاع وزارت سرپرست د اسلامي امارت مخالفانو ته هم پیغام لري:«راشئ او د دغه نظام ملا وتړه، نور مخالفت مه کوه او له مخالفته لاس واخله. د خپل شخصي قدرت او د خپل شخصي اقتدار په خاطر او د ځان د مطرح کېدو په خاطر نور د ملت وینې مه تویوه، ملي دفاع وزارت به په افغانستان کې هېڅ داسې یوه شخص ته چې د هېواد امنیت اخلال کړي.»

د رپوټونو له مخې، افغانستان د مخکیني حکومت تر سقوط مخکې یو سلو څلور شپيته فعالې چورلکې لرلې، خو اوسمهال یوازې یو اتیا پوځي چورلکې پاتې دي او پاتې یې نورو هېواودونو ته وړل شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه