Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي: بشري مرستې دې له اسلامي امارت سره په همغږۍ ووېشل شي

د ریاست الوزار دویم مرستیال کابل کې په یوې غونډه کې وايي چې له افغانستان سره بشري مرستې باید له اسلامي امارت سره په همغږۍ ووېشل شي.
 
عبدالسلام حنفي د بشري مرستو د کمېټې په غونډه کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې اړمنو ته دې مرستې په رڼه توګه ورسول شي.

د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«بشري مرستې د بې وزلۍ د کمولو او له لوږې او کړکېچ سره د مبارزې لپاره دایمي لار نه ده، موږ په دې باور یوو چې حکومت او نړۍواله ټولنه دې اقتصادي فعالیتونو ته مخه کړي.»

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي چې اوس‎مهال د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس بیړنیو بشري مرستو ته اړیتا لري.
  
په افغانستان کې د بشري مرستو همغږۍ کوونکی رمیز الاکبروف وايي:«په وروستیو څلورو میاشتو کې موږ خپل فعالیتونه زیات کړي دي، څو وکړای شو په افغانستان کې ۱۸ مېلیون تنو ته بشري مرستې برابرې کړو.»

په دې لړ کې د اقتصاد وزارت په ټول افغانستان کې اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د درېیو کمېټو د جوړېدو خبر ورکوي.
 
د اقتصاد وزارت اداري او مالي مرستیال لعل محمد ولیزاده څرګندوي:«یوه کمېټه مو په مرکز کې جوړه کړې چې په معقوله او ښه توګه دغه بشري مرستې د افغانستان د ولایتونو په کچه اړمنو ته ورسوي.»

د نړۍوالو مرستو بندېدل او د افغانستان د شتمنیو د زیرمو کنګل کېدل په هېواد کې د بې وزلۍ د پراخېدو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه