د لوړو زده کړو وزارت وايي چې ډېر ژر به دولتي پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شي.
د دغه وزارت سرپرست کابل کې یوې خبري ناسته کې که څه هم د دولتي پوهنتونونو د پيل کره وخت نه مشخص کوي، خو وايي چې په پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو ټولګي به له یو بل سره جلا وي.
دا په داسې حال کې ده چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، د ټولو دولتي پوهنتونونو فعالیتونه ودرول شول.
د دغه وزارت سرپرست د دولتي پوهنتونونو تړل کېدل اقتصادي ننګونې او د زده کړیالانو لپاره د جلا ټولګیو نشتوالی بولي.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني وايي:«په نږدې ورځو کې به دا زیری واوري چې د اسلامي امارت له خوا به دولتي پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي.»
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر په هېواد کې د یو نړۍوال او پرمختللي پوهنتون جوړېدو خبر هم ورکوي.
حقاني زیاته کړه:«موږ د یوه نړۍوال پوهنتون د جوړولو منظوري هم اخیستې ده. زموږ موخه دا ده چې په هغه کې شرعیات، طب، زراعت، انجینري څانګې د ماسټرۍ او دوکتورا له تدریس سره پيل شي.»
بل خوا د دولتي پوهنتونونو زده کړیالان وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې يي د زده کړو بهیر د نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
زده کړیال مطیع الله پیروزي وايي:«شپږ میاشتې ډېر وخت دی. دا زموږ پر زده کړیالانو او ټولو افغانانو ډېر ستر اغېز لري.»
بل زده کړیال محمد هلال هم څرګندوي:«موږ هم حیران یوو چې دا څه ډول طرحه ده چې په شپږو میاشتو کې جوړه نه شوه. د طرحې جوړل ډېر اسانه دي.»
د لوړو زده کړو سرپرست وايي، د لوړو زده کړو په برخه کي د سیمې یو شمېر هېوادونو ورسره د مرستې ژمنې کړې دي. او په راتلوونکي کې به په ډېر شمېر افغان زده کړیالان د لوړو زده کړو په موخه ځينو هیوادونو ته ولېږدول شي.
په دې اړه مو اندونه